وزيراعظم عمران خان په كراچې، ګهوټكي او لاړكانه كښې په درېو بېلا بېلو پېښو كښې په احساس ډسټري بيوشن پوائنټ او د رېنجرز په اهلكارو د بريد غندنه وكړه

image

اسلام آباد 19 جون (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان په كراچې، ګهوټكي او لاړكانه كښې په درېو بېلا بېلو پېښو كښې په احساس ډسټري بيوشن پوائنټ او د رېنجرز په اهلكارو د بريد غندنه كړې ده . د جمعې په ورځ د وزيراعظم د مېډيا دفتر لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم د دې بريدونو په نتيجه كښې د رېنجرز شهيدو شوو اهلكارو او وګړو لوړو درجو او د دوي كورنيو لپاره د زغم دعا كړې. وزيراعظم د اړوندو ادارو څخه د پېښو راپورهم غوښتے دے

مضمون کا ماخذ : اسٹریٹیجیا لاٹوفاسیل
متعلقہ مضامین
مزید خبریں