په غونډه كښې د رولز له مخې ټولو غړو ته د كمي په تحريكونو د خبرو موقع وركولے شي۔ اسد قېصر

image

اسلام آباد 26 جون (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكراسد قېصر وئيلي دي په غونډه كښې د رولز له مخې ټولو غړو له د كمي په تحريكونو د خبرو موقع وركولے شي۔ د جمعې په ورځ قامي اسمبلۍ كښئ مولانا اسعد محمود ووئيل مونږ وړاندې هم وئيلي وٶ چې تاسو د آئين له مخې ايوان وچولوې ٬ تاسو زمونږ د غړو د كمي تحريكونه د نورو غړو تحريكونو سره ونه تړې، هر غړي ته دې د خبرې موقع وركړے شي٬ ده ووئېل زمونږ غړو خواري كړې بيا هم تاسو د كمي كولو تحريكونه راغونډوې ۔د دې په ځواب اسد قېصر ووئيل ټولو غړو له به د خبرو موقع وركولے شي٬ مونږ ايوان د رولز له مخې چلوٶ، مونږ يوازې تحريكونه وړاندې كولو لپاره راجمع كوٶ۔

مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری کے انعامات
متعلقہ مضامین
مزید خبریں