اسلام آباد 03 جولائي (اے پي پي) د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د اسلام آباد٬ پنجاب او د خېبرپښتونخوا په لويو ښارونو كښې ماسټر پلان بيا د سره ترتيبولو په اړه د جاج اغستو غونډه شوې. په غونډه كښې د ماحوليات صلاحكار ملك امين اسلم، د قامي اسمبلۍ غړي او د ټاٶن پلاننګ كار پوهه خيال زمان، د نوي پاكستان هاٶسنګ اتهارټۍ چئيرمېن، د هاٶسنګ سېكرټري او نورو لوړو پورو ګډون وكړو ۔د پنېجاب چيف سېكرټري پشمول د خېبرپښتونخوا اعلٰې چارواكو د ويډيو لنك د لارې غونډه كښې ګډون كولو۔ په دې موقع وزيراعظم عمران خان ته تخت اسلام آباد، پنجاب او د خېبر پښتونخوا په لويو ښارونو كښې ماسټر پلانز د حاضر وخت ضرورتونو له مخې جوړولو او بيا د سره د مرتب كولو په اړه په شوي پېشرفت تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔ غونډې ته خپله وېنا كښې وزيراعظم ووئيل د تېرو څو كالونو په مهال د لويو ښارونو د منصوبه بندۍ نه غېر د خپرېدو په سوب نه يوازي ماحوليات ته خطر پېښ شوے بلكې د دې خپرېدو له امله وګړو ته د سهولتونو په اړه پېچلې مسئلې ورمخې ته دي لكه د ښارونو ګرين بېلټ محدود كېدو او خوا اوشا د زرعي زمكو ځپلے كېدل ٬ د دې صورتحال له مخې فوډ سېكورټي ته هم په سباون كښې خطرې رامخې ته كېدې شي۔ ده ووئيل د هر ښار د محرکاتو او د سماجي او معاشي هلو ځلو له مخې دې ماسټر پلان كښې بدلون او د اپ ګرېډېشن عمل مخ په وراندې بوتللے شي۔ وزيراعظم سپارښتنه وكړه چې د ماسټر پلان بيا د سره ترتيب كولو سره دې خبرې ته خاص پاملرنه وكړئ جې د ښار سيمې د هېواد معيشت لپاره د انجن آف ګروته كار ترسره كوي، د ښارونو د ماسټر پلان بيا د سره ترتيب كولو كښې دې د جديد ټېكنالوجۍ څخه استفاده وكړې شي۔ دې څخه ځوانانو لپاره د ملازمت او معاشي هلو ځلو موقعې هم راپېدا كېدے شي۔