اسلام آباد ۔ 5 جولائی (اے پی پی) د پاكستان حكومت سېفران وزارت ٬ خارجه او د كورنيو چارو وزارت په مرسته يو اېن اېچ سي ګرد هېواد كښې د كووېډ 19 لاک ډاؤن ځپليو افغان وګړو ترمينځھ د اېمرجنسي كېش پروګرام په ډول د مالي مرستې پروګرام پاكستان پوسټ سره په ګډه روان ساتلې دې او په دې لړ كښې څلورو واړو صوبو او اسلام آباد كښې د رجسټرډ افغان كډوالو 6 زره مستحو كورنيو ترمينځه د مرستې رقم وېشلې شوې دې۔ د اتوار په ورځ د يو اېن اېچ سي آر وياند اے پي پي ته ووئيل چې د پاكستان پوسټ په مرسته 12 زره روپۍ هرې يوې رجسټرډ كورنۍ ته وركولې شي۔ ده وئيل د بلوچستان كوئټه ښار ٬ خېبر پختونخوا او اسلام آباد كښې د افغان كډوالو رجسټرډ كورنيو كښې د پاكستان پوسټ په مرسته 36 زره افغان كورنيو ته د كورنۍ په سر 12 زره روپۍ اولني پړاؤ كښې وركولې شي