وزیراعظم عمران خان د كورونا وائرس وباﺀ مخ نيوي لپاره د پاكستان پشمول د نړيوالې ورورولۍ په مرسته كولو د ډبليو اېچ او ستائنه

image

اسلام آباد ۔ 6 جولائی (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان د كورونا وائرس نړيوالې وباﺀ مخ نيوي لپاره د پاكستان پشمول د نړيوالې ورورولۍ په مرسته كولو د روغتيا نړيوالې ادارې ډبليو اېچ او ستائنه كولو سره په پاكستان او نورو پرمختګ كوؤنكو هېوادونو د کووېډ 19 اړوندو سفري بندېزونو ختمولو او په ډېټا اډانه غېر امتيازي سفري قاعدې باوري كولو لپاره د روغتيا نړيوالې ادارې څخه د كردار ترسره كولو غوښتنه كړې ده۔ وزيراعظم دا خبره د ګل په ورځ د روغتيا نړيوالې ادارې ډي جي تدروز ادھانوم سره وېډيو كنفرنس كښې وكړه۔ د ډبليو اېچ او ډائرېكټر جنرل د كورونا وائرس خپرېدو مخ نيوي په لړ كښې د پاكستان د اقداماتو او پېشرفت ستائنه وكړه ۔ دغسې وزیراعظم عمران خان د كورونا وائرس نړيوالې وباﺀ مخ نيوي له د پاكستان په شمول د نړيوالې ورورولۍ په مرسته كولو د روغتيا نړيوالې ادارې ستائنه هم وكړه۔ ده د روغتيا نړيوالې ادارې مشر د ژوند او روزګار ترمينځه د توازن ساتلو په اړه په سائنسي او معلوماتو اډانه د پاكستان تګلارې ٬ ګامونو او د روغتيا څانګې له په بيړه وركړے كېدونكو آسانيو څخه خبر كړو۔ ده وئيل د دې ګامونو او تګلارې ګټورې نتيجې رامخې ته شوي جې ورسره هېواد كښې د كورونا وائرس خپرېدو كښې كمے راروان دے۔ وزیراعظم ووئيل د كورونا وائرس وباﺀ تر مخه د پرمختګ كړو هېوادونو لخوا سفري بندېزونو سره د پرمختګ كوؤنكو هېوادونو مسئلې زياتېدې شي كوم چې د وړاندې نه معاشي اثرات كمولو لپاره هڅې كوي۔ وزيراعظم په پاكستان او نورو پرمختګ كوؤنكو هېوادونو د کووېډ 19 په اړه د اړوندو سفري بندېزونو ختمولو او په ډېټا اډانه غېر امتيازي سفري قاعدې باوري كولو كښې د روغتيا نړيوالې ادارې څخه د خپل كردار ترسره كولو غوښتنه وكړه۔ د روغتيا

مضمون کا ماخذ : فا فا فا ۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں