د احساس اېمرجنسی کېش پروګرام په ډول د مالي مرستې پروګرام ، په څلورو واړو صوبو او اسلام آباد كښې د رجسټرډ افغان كډوالو 10 زره نه زياتو مستحقو كورنيو ترمينځه د مرستې رقم وېش

image

اسلام آباد ۔ 25 جولائی (اے پی پی) یو اېن اېچ سی آر ګرد پاكستان كښې د كووېډ ـ19 لاك ډاؤن دلاسه ځپلې شويو مستحق افغان كډوالو كښې د احساس اېمرجنسي پروګرام په ډول د مالي مرستې پروګرام د پاكستان پوسټ په مرسته روان ساتلې دې۔ او په دې لړ كښې په څلورو واړو صوبو او اسلام آباد كښې د رجسټرډ افغان كډوالو 10 زره نه زياتو مستحقو كورنيو ترمينځه د مرستې رقم وېشلې شوې دې۔ د خالي په ورځ د يو اېن اېچ سي آر وياند قېصر خان اے پی پی ته ووئيل چې د پاكستان حكومت سېفران ٬ داخله او خارجه وزارتونو په مرسته پاكستان كښې چې كوم مېشته افغان كډوال كورونا وائرس ځپلې دي هغو ته يو اېن اېچ سي آر د پاكستان پوسټ په مرسته 12 زره روپۍ د كورونۍ په سر وركوي۔ ده ووئيل د بلوچستان كوئټه ښار ٬ خېبر پختونخوا او اسلام آباد كښې هم د افغان كډوالو مستحق رجسټرډ كورنيو ته د پاكستان پوسټ په مرسته د كورنۍ په سره 12 زره روپۍ 36 زره افغان كورنيو ته په اولني پړاؤ كښې وركولې شي ده ووئيل تر دې دمه د افغان كډوالو 10 زره نه زياتو كورنيو ته د كورنۍ په سر 12 زره روپۍ وركړې شوي دي

مضمون کا ماخذ : اولمپس کے خدا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں