اسلام آباد 29 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان كراچۍ كښې د اوسنو بارانونو له مخې اېن ډي اېم اے ته د باراني نالو صورتحال په اړه د جاج اغستو سره د تفصيلي رپورټ وړاندې كولو امر كولو سره وئيلي دي وفاقي حکومت به د كراچۍ اولس په سخت وخت كښې تنها نه پرېږدي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم د سندھ ګورنر عمران اسماعيل سره خپلو خبرو كښې كړې چا چې د شورو په ورځ وزيراعظم سره اسلام آباد كښې ملاقات كولو۔ د ملاقا ت په مهال د سائنس او ټېكنالوجۍ وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن هم موجود ٶ۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ له مخې د سندھ ګورنر وزير اعظم کراچۍ كښې د اوسنو بارانونو په سوب د رامخې شوي صورتحال نه په تفصيل سره خبر كړو۔ وزير اعظم عمران خان كراچۍ كښې د اوسنو بارانونو له مخې اېن ډي اېم اے ته د باراني نالو صورتحال په اړه د جاج اغستو سره د تفصيلي رپورټ وړاندې كولو امر كولو كښې ووئيل وفاقي حکومت به د كراچۍ اولس په سخت وخت كښې تنها نه پرېږدي۔ وزيراعظم ووئيل د کراچۍ اولس ته د رامخئ ته ستونزو حل لپاره به وفاقي حكومت هر ډول ممكنه ګامونه پورته كوي۔