د سلامتی کونسل ایجنډې واضحه كړې چې د كشمير شخړه نړيواله مسئله ده،55 كاله پس په دې مسئله په دريم ځل کونسل كښې بحث شوے

image

اسلام آباد 06 اګست (اے پی پی) د بهرنيو چارو وزير مخدوم شاہ محمود قریشی وئيلي دي د سلامتی کونسل ایجنډې واضحه كړې چې د كشمير شخړه نړيواله مسئله ده،55 كاله پس په دې مسئله په دريم ځل کونسل كښې بحث شوېے، داسې چرې وړاندې نه دي شوي۔ د زيارت په ورځ خپل يو بيان كښې خارجه وزير ووئيل داسې چرته وړاندې نه دي شوي چې د كشمير په مسئله سکیورټی کونسل كښې په يو كال كښې درې ځله بحث شوے وي، هند ښه هڅې كړې چې داسي ونه شي خو بيا هم هغوي ناكامه شوي۔ده ووئيل ما د سلامتی کونسل صدر د خط د لارې خبر كړے ؤ چې د هند د لاسه د غیر قانونی مقبوضه جمو او کشمیر صورتحال تندۍ سره خرابيږي، هند د ټولې سيمې امن ته زيان رسوي، ما د سلامتی کونسل صدر ته خواست كړے چې په دې مسئله په تندۍ سره ِ بحث وكړي ۔خارجه وزير ووئيل زه د هغه مننه كوم چې زما درخواست ئې په 72 ساعتو كښې دننه نه يواځې په ایجنډا شامل كړو بلكه په هغې ئې بحث هم وكړو۔ په 15 كښې 14 غړو په دغېه بحث كښې برخه اخستي ده ۔ هند چې د كوم تاثر وركولو هڅه كړې وه چې دا دوه اړخيزه نه كورنۍ مسئله ده د هغې نفي وشوه۔ د سلامتی کونسل ایجنډې واضح کړې چې دا د نړيوال نوعیت مسئله ده۔ ده ووئېل 55 كاله پس په دې مسئله پھ دريم ځل په سلامتی کونسل كښې بحث شوے او د كتلو خبره دا ده چې دغه مباحثه په 5 اګست په مهمه ورځ شوې ؤه ۔ د لوي څښتن په فضل او کرم سره دا پاکستان لپاره يوه بله سفارتی کامیابی ده، زه د قام مننه كوم چې په هره كچه ئې لاريونونه كړې۔ ده ووئيل د لرې پرتو سيمو اولس هم د مقبوضه کشمیر وګړو سره د يووالي څرګندونه كړې۔ زه د ټولو سناتورانو هم مننه كوم چې په يوه خوله ئې د خارجه وزارت د اړخه وړاندې كړے قرارداد َمنظور كړے۔ خارجه وزیر د سېنېټ چیرمېن صادق سنجرانی هم مننه وكړه چې هغه په لږ وخت كښې غونډه راوبلله۔ خارجه وزير ووئيل زه د صدر پاکستان عارف علوی هم مننه كوم چې هغه په ډاګه د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ ده ووئېل وزیراعظم عمران خان تيره ورځ مظفرآباد ته تللے ؤ او اد ٓزاد جمو او کشمیر قانون سازې اسمبلۍ ته ئې خطاب كړے۔ده ووئېل د پاکستان كومه نوې سیاسی نقشه چې رامخې ته شوې د هغې ډاډګيرنه شوې او د وګړو حوصلې زياتې شوې، د کشمیر په معامله ټول قام متفق دے۔ مونږ د کشمیر په مسئله خبرو اترو له خارجه وزارت كښې د ټولو سیاسی ګوندونو لارښود رابللے شوي ،مونږ خواهش لرلو چې د جے یو آئی اېف پلاوې هم زمونږ سره شامل شي۔ خارجه وزير ووئيل مولانا فضل الرحمن پخپله د کشمیر کمېتۍ چیئرمېن پاتې شوے هغه د دې مسئلې د نزاکت نه تر ټولو زيات خبر ؤ۔

مضمون کا ماخذ : sorteos میگا سینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں