د هند په بنګلور ښار كښې د توهين رسالت پېښې د مسلمانانو جذبات مجروح كړي، په پېښه كښې ګرفتار او شهيدان شوي هم مسلمانانو دي

image

اسلام آباد 13 اګست (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي د هند په بنګلور ښار كښې د توهين رسالت پېښې د مسلمانانو جذبات مجروح كړي، په پېښه كښې ګرفتار او شهيدان هم مسلمانان دي، هيومين رائټس واچ، اېمنيسټي انټرنېشنل او نور نړيوال تنظيمونه دې د دې نوټس واخلي، د بي جے پي حکومت سېكولر سټېټ ښخ كرے او اوس په هند كښې د هندو سټېټ جنم رامخې ته كېدونكے دے ۔ د هند په بنګلور ښار كښې د زړه دړدونكې پېښې پحقله د زيارت په ورځ خپل بيان كښې خارجه وزير ووئيل د هند په بنګلور ښار كښې د توهين رسالت پېښې د مسلمانانو جذبات مجروح كړي، دا وېډيو ټولې اسلامي نړۍ له كتل پكار ده٬ هند كښې نن مسلمان اقليت محفوظ نه دے۔مخدوم شاه محمود قرېشي ووئيل جومات شهيدول او درمسال جوړول بيخي سم فعل نه دے ٬ جذبات هم د مسلمانانو مجروح كېږي او شهيدان كېږي هم مسلمانان۔ خارجه وزير ووئيل مسلمانان نيولے كېږي٬ هيومين رائټس واچ، اېمنيسټي انټرنېشنل او نور نړيوال تنظيمونه دې د دې نوټس واخلي۔ ده ووئيل دا كورنۍ مسئله نه ده دا دانسانيت مسئله ده ٬ پاکستان دا حق لري چې دا معامله پورته كړي۔ مخدوم شاه محمود قرېشي ووئيل مونږ پرون د هند د هائي كمېشن چارواكو سره دا معامله پورته كړې او د پاكستان لخوا مو د غبرګون څرګندونه كړې٬ مونږ په هر نړيوال فورم د اسلامو فوبيا مسئله پورته كوٶ۔ خارجه وزير ووئيل د وزيراعظم عمران خان د عمومي اسمبلۍ په تېره غونډه كښې خپل خطاب كښې د اسلامو فوبيا تذکره كړې وه۔ خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل د عمومي اسمبلۍ د نوي ټاكلي صدر په وړاندې هم ما دا مسئله پورته كړې وه ۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے سستے ٹکٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں