اسلام آباد 13 اګست (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر سره د افغانستان موده ترسره كوونكي سفير شاكرالله عاطف مشال د زيارت په ورځ ملاقات كړے. د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو، په منطقه كښې د امن او امان په صورتحال او د شريكې خوښې په نورو چارو خبرې وشوې. په دې موقع د قومي اسمبلۍ سپيكر ووئيل د افغانستان او پاكستان ترمېنځه د اړيكو په وده كښې د افغان سفير كردار د ستائنې وړ دے. ده ووئيل پاكستان او افغانستان د مذهب، ورورولې، كلتور او د ګاونډيتوب قوي اړيكې لري، د پولې په دواړو خوا اولس يو بل سره د مينې او احترام رشته لري. ده ووئيل چپاكستان يو سوله ايز، مستحكم او خوشحال افغانستان ليدل غواړي او دا منطقې لپاره ضروري دے. اسد قېصر ووئيل پاكستان او افغانستان يو بل سره د مذهب، كلتور او تاريخ په قوي رشتو تړلي دي، د پاكستان او افغانستان ترمېنځه پارلماني مرسته او په تجارتي څانګو كښې مرسته به د پولې دواړو خواو ته د پرمختګ او خوشحالې په وده كښې مرسته كوونكې وګرځي. د قومي اسمبلۍ سپيكر په پاكستان كښې د پاتې كېدو په مهال د دواړو هېوادونو اړيكې مستحكمولو لپاره د ده د خدماتو ستائنه وكړه. افغان سفير د پاكستان او افغانستان د تجارت په لار كښې خنډونه لرې كولو لپاره د قومي اسمبلۍ سپيكر د كردار ستائنه وكړه او وې وئيل افغانستان پاكستان سره خپلو اړيكو ته ډېر د قدر په سترګه ګوري