د سكھ لارښودو او تنظيمنو سيد علي ګېلاني ته د ” نشانِ پاکستان ” وركولو پرېكړې هركلې د پاكستان دا اقدام ټولو كشميريانو لپاره د ډاډګيرنې سبب ګرځېدلے۔ تحريك وحدت اسلامي

image

جموں ۔ 15 اګست (اے پی پی)مقبوضه جموں وكشمير كښې سكھ لارښودو او تنظيمونو بزرګ كشميري حريت لارښود سيد علي ګېلاني ته د نشان پاكستان وركولو پرېكړی هركلې كړې دې۔ د کشمیر میډیا سروس لمخې د سکھ انټلیکچولز سرکل جے اینډ کے چیئرمېن نرېندر سنګھ خالصہ جموں كښې خبريالانو سره خبرو كښې ووئيل نن د سكھ تنظيمونو د مشرانو لارښودو خصوصي غونډه جموں كښې وشوه كومه كښې چې سكھ لارښودو ووئيل چې سيد علي ګېلاني مقبوضه سيمه كښې د آزادۍ تحريك علامت او د هندي ظلم په ضد تر ټولو مضبوط غږ دے۔ دوئي سيد علي ګېلاني ته د اعلی سول اعزاز په وركولو د پاكستان د پرېكړې ستائنه وكړه۔ دوئي پاكستاني حكومت او اولس ته د آزادۍ ورځې مباركي هم وركړه۔ اېډوکېټ دیوندر سنګھ بهل ووئيل د كشمير د آزادۍ تحريك لپاره د سيد علي ګېلاني كردار او خذمات به په زرينو ټكو ليكلې شي۔ په دې مهال خپلو خبرو كښی د وحدت اسلامي وياند ووئيل مقبوضه جموں وكشمير كښی ” مونږ پاكستانيان يؤ ٬ پاكستان زمونږه دے” نعره تر ټولو اول سيد علي ګېلاني پورته كړې وه۔ ده ووئيل سيد علي ګېلاني ته نشان پاكستان وركولو له د پاكستان پورته كړې دا ګام ټولو كشميريانو لپاره د ډاډګيرنې سبب ګرځېدلے۔

مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری ویب سائٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں