قومي ائير لائن (پی آئی اے) د متبادلو ذريعو د لارې پېرس له پروازونه بحال كړل

image

اسلام آباد ۔ 16 اګست (اے پی پی) قومي ائير لائن (پی آئی اے) د متبادلو ذريعو د لارې پېرس له پروازونه بحال كړي دي۔ د آزادۍ ورځې مناسبت سره د پروازونو بحالي برطانيې او اروپاﺀ څخه پېل شوې ده۔ د قومی ائیر لائن لخوا جاري شوې اعلاميې له مخې د پي آئي اے اولنې پرواز پېرس نه اسلام آباد ته 260 مسافر راوړلو سره روان شو۔ دا پرواز د پېرس د ځائي وخت لمخې دوه بجې روان شو۔ د هوابازئۍ وفاقی وزیر غلام سرور خان ددې عزم پخلې وكړو چې اروپاﺀ لپاره د پي آئي اے فضائي آپرېشن بحالولو له ټول ممكنه ګامونه پورته كولې شي۔ د هوابازۍ وزارت او سول اېوي اېشن اتھارټي د پي آئي اے پروازونو بحالولو كښې بشپړه كردار ترسره كوي۔ وياند ووئيل پي آئي اے د معزز مسافرو پاكستان ته نېغ په نېغه سفر كولو له متبادلې ذريعې كارولو له ګامونه پورته كوي۔ د پرواز د لارې 2.4 ټن کارګو هم پاكستان ته روانه كړې شوې ده۔ په پېرس ائر پورټ د پی آئی اے کنټری مېنیجر او اسټېشن مېنجر مسافر رخصت كړل۔

مضمون کا ماخذ : لوٹیریا علاقائی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں