اسلام آباد 24 اګست (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان سره د قومي اسمبلۍ او د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ غړو د ګل په ورځ اسلام آباد كښې جلا جلا ملاقاتونه كړي . د قومي اسمبلۍ په غړو كښې چوهدری عامر سلطان چیمه، صداقت علی عباسی، محبوب شاہ، برېګېډیئر(ر) راحت امان اللہ خان، طاهر اقبال او د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ په غړو كښې اعظم خان، شفیع اللہ، لیاقت علی خان او همایون خان شامل وو۔ د وزيراعظم د مېډيا دفتر له مخې د ملاقاتونو په مهال په پرمختيائي چارو او د غړو د حلقو په اړوندو چارو خبرې وشوې