وزيراعظم عمران خان د پبلك سروسز څارنې او بهترې لپاره د ټائيګر فورس رضاكارو څخه د مرستې ترلاسه كولو پرېكړه

image

اسلام آباد 26 اګست (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د پبلك سروسز څارنې او بهترې لپاره د ټائيګر فورس رضاكارو څخه د مرستې ترلاسه كولو پرېكړه كړې ده . په دې لړ كښې د وزيراعظم خاص مرستيال عثمان ډار د سباٶن منصوبه بندۍ په اړه جامع پلان وړاندے كړے. وزيراعظم د ټائيګر فورس د لارې د اي ګورننس سسټم منظوري وركړې. د وزيراعظم د يوتھ پروګرام مېډيا څانګې لخوا جاري بيان له مخې د وزيراعظم په مشرې كښې په غونډه كښې د ټائيګر فورس اي ګورننس په پلان مشوره شوې . د ټائيګر فورس ځوانان به په ځائي كچه د ګورننس معاملې رپورټ كولې شي. د ضرورت څيزونو د نرخونو او د روغتيا اسانيو په اړه به اړوند چارواكي خبرولې شي. د پناه ځايونو، ماركيټونو، تعليمي ادارو او په اولسي ځايونو سروسز به رپوټ كېږي. دوي به په تهانه كچهري، لېنډ ريكارډ، د برېښنا په غلا او د اولس په شكايات نظر ساتلې شي. د سروسز نه انكار يا د رشوت هڅه به رپورټ كېدې شي. وزيراعظم ته ټائيګر فورس د پناه ځايونو او پرائس كنټرول په اړه ابتدائي رپورټ وړاندے كړے. په رپورټ كښې په پناه ځايونو كښې اسانۍ او ستونزې په ګوته كړې شوي. په دې موقع وزيراعظم عمران خان ووئيل د پاكستان ګورننس نظام ښه كولو لپاره د ځوانانو مرسته پكار ده. ځوانانو ته به د ګورننس نظام ښه كولو لپاره د كردار ترسره كولو موقع وركوو. په دې موقع عثمان ډار ووئيل ځوانان د هېواد بهترې لپاره خپلو خدماتو ژراندې كولو ته چمتو دي. د ممبر شپ پرانستلو نه پس په يو ورځو كښې يو لك نوي ممبران په ټائيګر فورس كښې شامل شوي. دا په ګورننس كښې د بهترې انقلابي پلان دے. وزيراعظم د ټائيګر فورس اي ګورننس اېپ په تيارولو د پنجاب آئي ټي بورډ له مباركي هم وركړې

مضمون کا ماخذ : پیش گوئی اور حکمت عملی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں