د پاكستان تحريك انصاف د پارليمېنټرينز مصالحتي كمېټې چيئرمېن مخدوم شاه محمود قريشي د كمېټې وړومبنې غونډې ته وېنا

image

اسلام آباد 26 اګست (اے پي پي) د پاكستان تحريك انصاف د پارليمېنټرينز مصالحتي كمېټې چيئرمېن او خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي وئيلي دي پاكستان تحريك انصاف الحمد لله تر ټولو لوي سياسي او پارلماني قوت دے، د وزيراعظم عمران خان وژن په رڼا كښې ګوند په ټول هېواد كښې د نوو تقاضو له مخې منظم كولو لپاره غېر معمولي اقدامات كوو، د پاكستان تحريك انصاف منشور په رڼا كښې مو د ګوند او حكومت په كچه جامع حكمت عملي خپله كړې. ده دا خبرې د شورو په ورځ د پاكستان تحريك انصاف د پارليمېنټرينز مصالحتي كمېټې وړومبنې غونډې ته په خپله وېنا كښې وكړې. په غونډه كښې د تعليم وفاقي وزيړ شفقت محمود، د كشمير چارو وزير علي امين ګنډا پور، د قومي اسمبلۍ ډپټي سپيكر قاسم خان سوري او د تحريك انصاف مركزي نائب صدر ارشد داد ګډون وكړو. په غونډه كښې د كمېټې د اعراض او مقاصدو په رڼا كښې په طريقه كار تفصيلي خبرې وشوې. د پارلمان غړو او د ګوند مشرانو ترمېنځه د روابطو موثره كولو په حكمت عملې هم تفصيلي خبرې وشوې. په غونډه كښې په سياسي او حكومتي پاليسي او پرېكړه كښې د ګوند او د پارلماني استازو د رايو د موثر نمائندګې په چارو هم مشوره وشوه. په دې موقع د پاكستان تحريك انصاف د پارليمېنټرينز مصالحتي كمېټې چيئرمېن او خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي ووئيل پاكستان تحريك انصاف الحمد لله تر ټولو لوي سياسي او پارلماني قوت دے، د وزيراعظم عمران خان وژن په رڼا كښې ګوند په ټول هېواد كښې د نوي وخت تقاضو له مخې منظمولو لپاره غېر معمولي اقدامات كوو، د پاكستان تحريك انصاف د منشور په رڼا كښې مو په د ګوند او حكومت په كچه جامع حكمت عملي خپله كړې ده .

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کی دستیابی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں