د وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار په مشرۍ كښې د ايشين ډوېلپمنټ بېنك بېلو پروژو د جاج اغستو غونډه

image

اسلام آباد 02 ستمبر (اے پی پی)د اقتصادي چارو وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار ټولو اړوندو ادارو ته د اشين ډوېلپمنټ بېنك په پروژو د كار تندوالي سپارښتنه كړی۔ ده دا سپارښتنه ده په پاكستان كښې د آسيائي پرمختيائي بېنك بېلو پروژو د جاج اغستو غونډې مشري كولو په مهال كړې۔دوه ورځنۍ غونډه پھ اقتصادي چارو وزارت كښې وشوه۔په غونډه كښې په پاكستان كښې د آسيائي پرمختيائي بانك كنټري هيډ٬ د پلاننګ كمېشن ډپټي چيئرمېن او د اړوندو وزارتونو سينئر افسرانو ګډون وكړو۔د غونډې په وړومبنۍ ورځ د ايشين ډوېلپمنټ بېنك برېښنا٬مواصلات٬اېف بي آر او نورو څانګو په روانو پروژو بريفنګ وركړے شو ۔غونډه كښې وئېلي شوي د بېنك لخوا په پاكستان كښې د بېلو روانو پروژو حجم 6.6 ارب ډالره دے۔د اقتصادي چارو وفاقي وزير ووئيل آسيائي پرمختيائي بېنك د پاكستان مهم پرمختيائي شراكتدار دے۔ده ووئيل د وزيراعظم عمران خان مشرۍ كښې د ډونر فنډز پرمختيائي پروژو په درې مياشتني بنياد جاج اخستلے شي۔ده ټولو اړوندو ادارو ته د آسيائي پرمختيائي بنك په پروژو د كار تندوالي هدايت كړے

مضمون کا ماخذ : نمبروں دا میگا سینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں