اسلام آباد 08 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي د هېواد او قام په پرمختګ او سوكالۍ كښې معياري تعليم وركول كليدي حېثيت لري، په دې لړ كښې موقعې وركولو ته موجوده حكومت پام لرنه كوي ۔ دا خبرې د نهې په ورځ وزيراعظم عمران خان په خېبرپښتونخوا كښې د لوړو زده كړو ودې په اړه د اقدامات جاج اغستو غونډه مشرۍ كولو په مهال وكړې۔ په غونډه كښې د تعليم وزير شفقت محمود٬ د اطلاعاتو وزير سناتور شبلي فراز، د خېبرپښتونخوا ګورنر شاہ فرمان، وزيراعليٰ محمود خان، د اېچ اي سي چيئرمېن طارق بنوري، د وزيراعليٰ لوړو زده كړو لپاره سلاحكار خليق الرحمن، د خېبر پښتونخوا چيف سېکتر او د خېبرپښتونخوا د بېلا بېلو پوهنتونونو موجوده او پخوانو وائس چانسلرانو او لوړو پورو ګډون وكړو۔پروفېسر ډاکټر عطاء الرحمن د ويډيو لنك د لارې په غٶنده كښې ګډون كولو۔ د وزيراعظم ميډيا آفس له مخې وزيراعظم خېبرپښتونخوا كښې د لوړو زده كړو ودې له په روډ مېپ د عملدرامد پحقله د اقداماتو او د سباٶن د لائحې په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو ۔ ګډون كوونكي په خېبرپښتونخوا كښې د پوهنتونونو د معياري تعليم وركړې ٬ په ميرټ د عملدرامد، په تدريسي عمل كښې د قابليت څرګندونه كوونكو زده كوٶنكو ډاډګيرنه، د پوهنتونو د تنظيمي چارو بهترۍ او د انفراسټرکچر بحالۍ په اړه د مجوزه اقداماتو نه خبر كړے شول۔ وزير اعظم عمران خان غونډې ته خپله وېنا كښې ووئيل د هېواد او قام په پرمختګ او سوكالۍ كښې معياري تعليم وركول كليدي حېثيت لري، په دې لړ كښې موقعې وركولو ته موجوده حكومت پام لرنه كوي ۔ وزيراعظم ووئيل د اېچ اي سي او بنيادي تعليم په اړه يو ډول موقعې وركول، په مېرټ عملدرامد كول او استاذانو او زده كوٶنكو لپاره د سهولتونو وركول دې باوري كړے شي