اسلام آباد 08 ستمبر (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان سره د نامتو ټیکنالوجی کمپنۍ هواوے يو اعلیٰ كچ پلاوي د نهې په ورځ ليدلې دي۔ د پلاوي مشري ګلوبل ایس وی پی د هواوے ټیکنالوجی او ختيز او مينځني اسياﺀ پریزیډنټ هوو تائو کوله۔ په دې موقع د انفارمېشن ټیکنالوجی وزير امېن الحق، د تجارت صلاحكار عبدالرزاق دائود، د سرمایه کارۍ بورډ چیئرمېن عاطف آر بخاری، د پی ټی اے چیئرمېن میجر جنرال (ر) عامر عظیم باجوہ او نور سینئر چارواكي هم موجود وؤ۔ پلاوي كښې د هواوے پاکستان سی ای او چیانګ منګ، ډپټي سی ای او احمد بلال مسعود، منیجنګ ډائریکټر ویجی ګائو او ډائریکټر پبلک افیئرز هان وو شامل ؤ۔ پلاوي وزیراعظم ته ووئيل هواوے د انفارمېشن ټیکنالوجی منصوبو په اړه لوظي ده او په دې لړ كښې د وفاقی حکومت يو زر ملازمانو له د تربيې وركولو اراده لري۔هواوے به د پوهنتون په كچه زدكوونكو له جدید آئی ټی پوهې لرلو لپاره تربيه وركولو كښې مرسته كوي۔ هوو تائو ووئيل هواوے به د وزیراعظم پاکستان د انفارمیشن ټیکنالوجی څانګه كښې د هنرمند نوجوان او د افرادی قوت جوړولو د ویژن مرسته کوي۔ هواوے د نړيوالو پوهانو په مرسته د انفارمېشن کمیونیکیشن ټیکنالوجی وائیټ پیپر جوړولو وړانديز هم وكړو۔ هواوے پاکستان كښې موبائل مینوفیکچرنګ په اړه به فزیبلیټی هم كار كوي۔ وزیراعظم عمران خان د ډیجیټل پاکستان مقاصدو ترلاسه لپاره د هواووے مرسته وستائله۔ وزیراعظم ووئيل د انفارمېشن ټیکنالوجی په مرسته د سرکاری چارو سپيځلتيا او ګډ ګورننس باوري كيدے شي۔ ده د هواوے پلاوي ته پاکستان كښې انفارمېشن کمیونیکیشن ټیکنالوجی اډانه تګلاره