د صدر ډاكټر عارف علوي په مشرې كښې په وحدت امت كنفرنس كښې د بېلا بېلو مكاتب فكر علماﺀ كرامو 10 نكاتي شريكه اعلاميه

image

اسلام آباد 21 ستمبر (اے پي پي) د بېلا بېلو فكري مكتبونو سره تعلق لرونكو علماﺀ كرامو په 10 نكاتي شريكه اعلاميه كښې وئيلي دي د مذهب په نوم ترهګري، انتهاخوښي، فرقه ورانه تشدد، قتل و غارت ګري د اسلام په ضد ده ، ټول فكري مكاتب او د ټولو مذهبونو مشران دې څخه بيخي د لاتعلقې اعلان كوي، حكومت دې په قومي اېكشن پلان د فرق نه غېر مكمل عمل وكړي، پېغام پاكستان يو متفقه دستاوېز دے او بايد دې ته قانوني شكل وركولو لپاره په سمدستي توګه د مشورې عمل پېل كړے شي. د ګل په ورځ د صدر ډاكټر عارف علوي په مشرې كښې وحدت امت كنفرنس وشو. د كنفرنس په پاې كښې 10 نكاتي شريكه اعلاميه جاري كړې شوه. په اعلاميه كښې وئيلي شوي د مذهب په نوم ترهګري، انتهاخوښي، فرقه ورانه تشدد، قتل و غارت ګري د اسلام په ضد ده، ټول مكاتب فكر او د ټولو مذهبونو مشران دې څخه په مكمل توګه د لاتعلقې اعلان كوي. په اعلاميه كښې وئيلي شوي كوم مقرر، خطيب، ذاكر يا واعظ به په خپل تقرير كښې د انبيا كرامو، اهل بيت اطهار، اصحاب رسول، خلفائے راشدين، ازواج مطهرات، آئمه اطهار او د حضرت امام مهدي توهين، تنقيص او تكفير نه كوي، كه څوك داسې كوي ټول ټول مكاتب فكر د دغې څخه د برات اعلان كوي، د داسې كس په ضد دې د قانون له مخې كارروائي وكړې شي. كومه هم اسلامي فرقه دې كافر ونه ګرځولې شي او كوم هم مسلم يا غېر مسلم دې ماورائے عدالت واجب القتل ونه ګرځولے شي. د پاكستان د آئين له مخې دې د ټولو مذهبونو او مسلكونو خلق خپل ذاتي او مذهبي ژوند تېر كړي. د شر انګېز او زړه آزارونكو كتابونو، پمفلټونو، تحريرونو اشاعت، تقسيم او ترسيل دې ونه شي، په اشتعال انګېز او د نفرت آمېز موادو په بنياد كېسټونو او د انټرنېټ په وېب پاڼو دې مكمل بندېز ولګولے شي. د زړه آزارونكو ، كركې او د اشتعال انګېز نعرو نه به ځان ژوغورلے شي. د آئمه، فقه او مجتهدين دې احترام وكړے شي او د دوي توهين دې ونه كړے شي. په اولسي كچه شريكې غونډې كولو سره به يو بل سره د يووالي څرګندونه كولې شي. په پاكستان كښې مسلمانانو سره سره غېر مسلمه هم مېشته دي ځكه د شريعت اسلاميه تر مخه د غېر مسلمو د عبادت ځايونو، د دوي د مقدساتو او د دوي د ځان او مال تحفظ هم د مسلمانانو او د پاكستان د حكومت ذمه واري ده ځكه بايد د دې د سپكاوې كوونكو په ضد حكومت سخت اقدامات وكړي. حكومت دې په قومي اېكشن پلان د فرق نه غېر مكمل عمل وكړي، پېغام پاكستان يو متفقه دستاوېز دے او بايد دې ته قانوني شكل وركولو لپاره په سمدستي توګه د مشورې عمل پېل شي. په شريعت اسلاميه كښې فتوٰي ډېر مهم حثيت لري، د قرآن او سنت په رڼا كښې وركړې شوې فتوٰي به معتبرې وي. د قرآن او سنت د تعليماتو په ضد په وركړې شوو فتوو به په سمدستي توګه كارروائې كولې شي. د محرم الحرام په مهال او د دې نه وړاندې د مقدسو شخصياتو د توهين او تكفير كوونكو عناصرو په ضد دې په سمدستي توګه قانوني كارروائي وكړې شي او مجرمانو ته دې زر تر زره سزاګانې وركړې شي

مضمون کا ماخذ : گنہر نا لوٹیریا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں