د وزيراعظم د خزانې صلاحكار ډاكټر عبدالحفيظ شېخ په مشرۍ كښې د مني لانډرنګ مخ نيوي په حقله د قامي انتظاميې كمېټۍ غونډه

image

اسلام آباد 24 ستمبر (اے پی پی)د مني لانډرنګ مخ نيوي په حقله قامي انتظاميې كمېټۍ ته ووئيل شول پاكستان كښې د كووېډ 19 پھ حقله د رامخې ته شوو چېلنجونو باوجود د آئي سي آر جي ايكشن پلان په بشپړیدو تر ډېره حده پېشرفت شوے۔په غونډه كښې د مني لانډرنګ كيسونو پلټنو او د استغاثه راوړاندې كولو په لړ كښې د قانون نافذ كوونكو ايجنسو د كار استعداد ښه كولو لپاره د لارښوونې هدايات منظور كړے شول۔د وزيراعظم د خزانې صلاحكار ډاكټر عبدالحفيظ شېخ په مشرۍ كښې د مني لانډرنګ مخ نيوي په حقله د قامي انتظاميې كمېټۍ غونډه د زيارت په ورځ د خزانې په وزارت كښې وشوه۔په غونډه كښې فنانشنل منيټرنګ يونټ ډائرېكټر جنرل د غونډې ګډون كوونكي په فنانشنل ايكشن ټاسك فورس د پېشرفت پشمول د شريكې ډلې سره د ملاقاتونو په اړه خبر كړل۔ده ووئيل پاكستان كښې د كووېډ 19 پھ حقله د رامخې ته شوو چېلنجونو باوجود د آئي سي آر جي ايكشن پلان په بشپړیدو تر ډېره حده پېشرفت شوے۔ده ووئيل اېف اے ټي اېف او آسيا پيسفك ګروپ سفارشاتو په حقله خرابۍ لرې كولو لپاره پاكستان په 15 قوانين كښې بدلون كړے۔په غونډه كښې مني لانډرنګ كيسونو كښې پلټنو او د استغاثه راوړاندې كولو په لړ كښې د قانون نافذ كوونكو ايجنسو د كار استعداد ښه كولو لپاره د لارښوونې هدايات منظور كړے شوي ۔په غونډه كښې د سنټرل ډائرېكټرېټ آف نېشنل سيونګ او پاكستان پوسټ په حقله د ضابطو منظوري هم وركړی شوه۔وفاقي حكومت به د دې نه پس منظوري وركوي۔په غونډه كښې د انټي مني لانډرنګ ايكټ 2010 كښې د بدلون نه پس د فالو اپ اقدامات هم جاج واخستلے شو

مضمون کا ماخذ : فنکی پھل
متعلقہ مضامین
مزید خبریں