وفاقي وزير علي امين ګنډاپور پارلماني لارښودو نه ګلګت بلتستان كښې انتخابي اصلاحات له وړاندېزونه وغوښتل

image

اسلام آباد ۔ 25 ستمبر (اے پی پی) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين ګنډاپور قومي اسمبلۍ كښې د سياسي ګوندونو پارلماني لارښودو نه د ګلګت بلتستان د نومبر په 15 مه نېټه د كېدونكو درېمو ټاكنو انتخابي عمل كښې اصلاحات له وړاندېزونه غوښتې دي۔ د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير لخوا قومي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر محمد شهباز شريف ٬ د پیپلز پارټۍ پارلیمانی لارښود بلاول بھټو زرداری، د پی ټی آئی پارلیمانی لارښود شاہ محمود قریشی، د متحدہ قومی موومنټ پاکستان پارلیمانی لارښود خالد مقبول صدیقی، د بلوچستان عوامی پارټی پارلیمانی لارښود خالد حسېن مګسی، د بلوچستان نېشنل پارټی پارلیمانی لارښود محمد اختر مېنګل، د جی ډی اے پارلیمانی لارښود غوث بخش مهر، د پاکستان مسلم لیګ پارلیمانی لارښود چوهدری طارق بشیر چیمه، د مسلم لیګ (ن) پارلیمانی لارښود خواجه محمد آصف،د عوامی نیشنل پارټی پارلیمانی لارښود امیر حیدر خان هوتی، د متحدہ مجلس عمل پارلیمانی لارښود مولانا اسعد محمود او د عوامی مسلم لیګ پارلیمانی لارښود شېخ رشید احمد ته جلا جلا چيټۍ استولې دي كومو كښې چې وفاقي وزير دوي څخه ګلګت بلتستنان كښې په 24 چوكو كېدونكې ټاكنې سپېځلې جوړولو له وړاندېزونه غوښتې دي

مضمون کا ماخذ : جیک اور بین اسٹالک
متعلقہ مضامین
مزید خبریں