اسلام آباد 02 اکتوبر (اے پي پي) د خزانې صلاحكار ډاکټر عبد الحفيظ شېخ په مشرۍ كښې د اي سي سي غونډه د جمعې په ورځ په كابينه ډويژن كښې وشوه۔ د فنانس ډويژن لخوا د جاري بيان له مخې اي سي سي په حكومتي كچه روسيه څخه د يو لك اتيا زره مېټرك ټنه غنمو د درامد منظوري وركولو سره د ټولو ټېكسونو او ډيوټيز د خاتمې پرېكړه كړې ۔ غونډې ته ووئيل شول په سركاري ادارو كښې د غنمو ذخيزه 5 مېليونه ټنه ده او په نجي څانګې 4 لكه 30 زره ټنه غنم درآمد كوي او 1.1 مېليونه ټنه غنم به د سږ كال تر پائ درآمد كړې شي۔ د يو حكومت بل څخه د غنمو درآمد كولو انتظاماتو له مخې روسيه څخه به يو لك اتيا زره ټنه غنم درآمد كولې شي۔ دغسې اي سي سي د درې لكه مېټرك ټن چينو په درآمد كولو سېلز ټېكس هم ختم كړے او په دې لړ كښې په شلم اګست 2020 جاري اېس آر او لمبر 751(1)/2020 كښې د بدلون هم منظوري وركړې شوې