اسلام آباد۔05 اکتوبر (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير اعجاز احمد شاه وئيلي دي چې د نړۍ كوم هم جمهوري روايت د ادارو عزت د پښو لاندې كولو اجازه نه وركوي۔ داخله وزير د اپوزيشن تحريك د رياست په ضد وګرځولو۔ د ګل په ورځ د داخله وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې وفاقي وزير ووئيل نواز شريف كوم چې پخپله يو مجرم دے او عدالتي احكامات نه منلو سره بهر هېواد كښې ئې پناه اخستې او د رياست په ضد پروپېګنډه چلوي دغسې چې ځان احتساب نه بچ كړے شي۔ داخله وزير د اپوزيشن لخوا د جمهوريت په نامه ګرد هېواد كښې د لاريونونو ويستلو اجازې وركولو مخالفت وكړو۔ ده ووئيل رياست دومره كمزورې هم نه دے چې د قومي ادارو په ضد د كركې ټكي كاروونكو ته سر ټيټ كړي۔ اوس كله چې نواز شريف ته معلومه شوه چې هغه له به لوټ كړې شوې مال بېرته راوړل وي او عدالت ته به مخامخ كېدل وي نو هغه د رياستي ادارو په ضد د سپكاوي ايجنډا پېل كړه۔ داخله وزير ووئيل وزيراعظم عمران خان دوه كاله وړاندې په خپل اولني تقرير كښې اعلان كړې وو چې كه چا ته په ټول ټاكنو كښې ټګي ښكاري نو هغه په وخت اعتراض كولې شي۔ اوس دوه كاله وروستو د ټاكنو سپېځلتيا ته ګوټې ولې نيولې كېږي۔ داخله وزير ووئيل دا لاريونونه د پاكستان پياوړتيا او جمهوري رواياتو سره هېڅ تعلق نه لري۔ دا رياست مخالف ايجنډا هېواد كښې اړې ګړې رامخې ته كولو له كولې شي۔ چې ګټه به ئې هېواد دښمنه عناصرو ته ورسي۔ داخله وزير ووئيل پاكستان او ددې د ادارو تحفظ باوري كول زمونږ فرض دي او په دې به هېڅ سودا كولې نه شي