د محمود خان په مشرۍ كښې د سي پېك لسمې جے سي سي غونډې تيارو په اړه نشست

image

پېښور 05 اکتوبر (اے پي پي) د سي پېك لسم جوائنټ كوآپرېشن كمېټۍ (جے سي سي) غونډې تيارو پحقله د لوړې كچې غونډه د خېبرپښتونخوا اعلٰې وزير محمود خان په مشرۍ كښې د ګل په ورځ په پېښور كښې وشوه۔ په غونډه كښې د سي پېك اتهارټۍ چيئرمېن ليفټيننټ جنرال (ر) عاصم سليم باجوہ په خاص توګه ګډون وكړو۔ په دې موقع د سي پېك لسمې جے سي سي غونډې لپاره خېبرپښتونخوا كښې د توان، روډ انفراسټرکچر ، زراعت، صنعت ، سېلګرۍ او سماجي څانګو په مجوزه منصوبو تفصيلي خبرې اترې وشوې۔ په دې مجوزه منصوبو كښې د پېښور ډي آئي خان موټروے، سوات اېکسپرېس وے فېز ټو، دير اېکسپرېس وے ، چکدرہ چترال اېکسپرېس وے ، چترال شندور روډ، چشمه رائټ بېنك کېنال، کمراټ کېبل کار، پېښور سرکلر رېل پراجيکټ، درابن اکنامک زون ، موري کاري هائيډل پاور پراجيکټ ، چترال تا چکدرہ 500 کے وي ټرانسميشن لائن او نورې اهمې منصوبې شامل دي۔ ده په دې موقع ووئيل د سي پېك له مخې جوړېدونكې رشکئۍ اکنامك زون پرانستې لپاره ټولې تيارۍ بشپړې شوې دي او په زون كښې صنعتونه لګولو لپاره تر اوسه 700 درخواستونه موصول شوې دي۔ په دې موقعه خپلو خبرو كښې محمود خان ووئيل صوبائي واكمن صوبه كښې د صنعتونو ودې لپاره خپله پېدا كړې شوې برېښنا په رعايتي بيعه ځائي صنعتونو ته وركوي دغسې چې صنعتونه وده وكړي او اولس ته د روزګار موقعې ترلاسه شي۔ د رشکئۍ اکنامك زون د موجودہ حکومت يو فليګ شپ منصوبه ګرځولو سره ده ووئيل د دې اكنامك زون جوړېدو سره به نه يوازې صوبه بلكې هېواد كښې د صنعتي پرمختګ نوې دور پېل شي او وزيراعظم عمران خان به ډېر زره د دې منصوبې د بنياد تيګه ږدي۔ په دې موقع د سي پېك چيئرمېن عاصم سليم باجوه هم وېنا وكړه۔

مضمون کا ماخذ : ہیوگو 2
متعلقہ مضامین
مزید خبریں