د نبي كريم (ص) ژوند ټول انسانيت لپاره د لارې مشال دے۔ علامه طاهر محمود اشرفي

image

اسلام آباد۔19اکتوبر(اے پی پی)د وزيراعظم د مذهبي همغږۍ خصوصي استازي ٬ د پاكسان علماﺀ كونسل چيئرمېن او د متحده علماﺀ بورډ صد علامه طاهر محمود اشرفي د ربيع الاول مياشتې په پېل ټولې اسلامي نړۍ ته مباركي وركړې ده۔ د ګل په ورځ خپل يو ټويټ كښې هغه ووئيل د نبي كريم (ص) ژوند مبارك ټول انسانيت لپاره د لارې مشال دے۔ د حضور اكرم (ص) زېږېدنې سره نړۍ كښې تيارې ختمې او رڼاګانې عام شوې۔ زمونږ دين مونږ ته د امن ٬ مينې او زغم درس راكوي۔ هغه ووئيل اسلام مونږ ته مذهب او هېواد سره د مينې درس هم راكوي

مضمون کا ماخذ : ہیوگو 2
متعلقہ مضامین
مزید خبریں