د ناكامې او تنقيد يرې سره مخ كسان په ژوند كښې هېڅ نه شي ترلاسه كولې٬ تاج د هغه په سر وي كوم چې په مېدان كښې وي او د بهادرې او همت كوشش كوي۔ د وزيراعظم عمران خان ټويټ

image

اسلام آباد 09ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې د ناكامې او تنقيد يرې سره مخ كسان په ژوند كښې هېڅ نه شي ترلاسه كولې٬ تاج د هغه په سر وي كوم چې په مېدان كښې وي او د بهادرې او همت كوشش كوي۔ وزيراعظم دا خبرې د ګل په ورځ په ټويټر په خپل پېغام كښې وكړې۔ وزيراعظم په خپل ټويټ كښې د امريكې پخواني اولس مشر تهيوډر روزوېلټ د يو قول حواله وركولو سره ووئيل چې دا قول د پاكستان ځوانانو لپاره يو غوره نصيحت دے۔ روز وېلټ په خپل كول كښې وئيلي دي چې تنقيد كوونكي او د قومي تن ټكر په توګه كوونكي هېڅ معنٰي نه لري۔ تاج د هغه په سر وي كوم چې په مېدان كښې وي او د بهادرې او همت كوشش كوي۔ تاج د هغه كس په سر وي كوم چې په مېدان كښې وي٬ چې په څېره ئۍ ګرد وي٬ خوله او وينه وي كوم چې د بهادې او همت كوشش كوي٬ كوم چې بار بار غلطې كوي ځكه چې كومه هم هڅه د غلطې او خامې نه مبرا وي٬ خو همت لرونكي خلق كوشش روان ساتي۔ دا داسې خلق وي كوم چې ډېر خلوص سره كار كول پېژني۔ داسې خلق ښه او اعلٰي او ارفع مقصد لپاره خپل توان صرف كوي۔ دا داسې خلق وي كوم چې په ښه حالاتو كښې په آخر كښې د لويو كاميابو ترلاسه كېدو ښه باور لري۔ دا خلق په بد وخت كښې چې كله ناكام شي٬ همت٬ وقار او ثابت قدمې سره د حالاتو مقابله كوي چې دغسې د دوي نوم په داسې كم همت او بزدل خلقو كښې ونه شمېرل شي كوم چې بريا او ماتې سره كوم كار سروكار نه لري۔ وزيراعظم ووئيل چې د ناكامې او تنقيد يرې سره مخ كسان په ژوند كښې هېڅ نه شي ترلاسه كولې۔

مضمون کا ماخذ : Loteria Instantânea
متعلقہ مضامین
مزید خبریں