اسلام آباد 20 ستمبر (اے پي پي) د وزيراعظم اطلاعات او خپرونو لپاره خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې د هند ظلم ٬ بربريت او 47 ورځو راهسې د پرله پسې كرفيو نه پس مقبوضه کشمير د نړۍ تر ټولو لوئ زندان منظر وړاندې كوي وزيراعظم عمران خان د کشمير د مېندو ٬ خوېندو٬ زامنو ٬ مشرانو او ماشومانو مقدمې لپاره د بشري حقونو علمبردارو او د نړيوالې ورورولۍ ضمير رابيدارولو لپاره هر نړيوال فورم ته ځي ٬ وزيراعظم عمران خان به د ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل كښې د بې ګناه او مظلومه كشميريانو د وكيل او سفير په توګه په سپينو ټكو خپل دريځ نړۍ ته وړاندې كوي ٬ مقبوضه کشمير كښې د ظلم، جبر او رياستي ترهګرۍ ختمېدونكې او د آزادۍ لمر څيره وهونكې ده۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان په کنونشن سنټر كښې دا خبرې د كشمير يوالي يوته كنونشن ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ دستوره مشري د آزاد كشمير اولس مشر سردار مسعود خان كوله او په دستوره كښې ائير چيف مارشل سهېل امان، مېجر جنرال (ر) محمد رضا، سجاده نشين عيدګاه شريف پير محمد نقيب الرحمان ، د حريت لارښود ياسين ملك كورودانې مشال ملك ،کرنل (ر) مشتاق رسول چوهدري، د نجي تعليمي ادارے سي اي او چوهدري فېصل مشتاق هم موجود وو۔ ډاکټر فردوس عاشق اعوان ووئيل د سركاري تعليمې ادارو غوندې نجي تعليمي ادارې هم نوې كول د تعليم او تربيې سره سره د قامي كاز نه په ښه ډول خبر ساتي٬ نوې كول كشمير كاز سره ودرېدو سره د پاكستان د نظرياتي او جغرافيائي پولو محافظ جوړ شوې دي۔ دې ووئيل ټول قام مظومان او بندي كشميريانو سره ودرېدو سره د هندي ظلم ٬ جبر او رياستي ترهګري رد كوي٬ نن د پاكستان هر ماشوم د كشمير ماشومانو سره د يوالي څرګندونه كوي۔ دې ووئيل په مقبوضه کشمير كښې د 47 ورځو راهسې كرفيو ده او ځائي ماشومان د پاكستان د ماشومانو نه دا توقع لري چې ھغوي هم زمونږ ملګري دي٬ د مقبوضه کشمير ماشومان سكولونو ته د تګ نه ٬ سپين ګيري او مشران د جوماتونو څخه ٬ مېرمنې او ماشومان د روغتونونو ته د تګ نه ايساروي چرته ده نړيواله ورورولي او د بشري حقونو علمبردار څوك چې د سمندر پغاړه د يوې ماشومې عكس لپاره پورته كېږي او هېواددونه خپلې پولې پرانځي نو د مقبوضه شمير اولس لپاره نړيواله ورورولي او د بشري حقونو تنظيمونه ولې غلې دي۔ دې ووئيل د كشمير هلې ځلې څه ټي ټونټي مېچ نه دې بلكې مېراتهن رېس دے كوم كښې چې به د هر عمر كس له برخه اخستل وي٬ زمونږد وسله والو ځواكونو هر عسكر زمونږ د پولو حفاظت لپاره موجود دے ۔ دې ووئيل کشمير کاز لپاره د ماشومانو جذبه د ستائنې وړ ده۔ دې ووئيل د کشمير د ماشومانو په پرخرونو مرهم كېښودو لپاره پاكستان په هر فورم غږ پورته كوي۔ د پاكستان وزير اعظم د كشمير د ماشومانو مقدمې لپاره روان دې۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل مقبوضه کشمير د نړۍ لوے زندان جوړ شوې ٬ يو هم نړيوال