په خارجه ډګر د يو شمېر چېلنجونو سره مخ يو ٬مونږ له مقابلې كولو لپاره بشپړه تيارۍ كول دي

image

اسلام آباد 02 اكتوبر (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي په خارجه ډګر يو شمېر چېلنجونو سره مخ يو ٬مونږ مقابلې له به مقابلې لپاره بشپړه تيارۍ كول وي٬اقتصادي سفارتكاري زمونږ مهم ضرورت دے٬مونږ له به د معاشي خود انحصارۍ لپاره اكنامك ډپلوميسي كارول وي٬زما په نزد كار نه كوونكو لپاره هېڅ ځاې نشته٬واضحه كول غواړم چې زمونږ په دور كښې به تعيناتۍ د كاركردګۍ په بنياد كېږي۔د شورو په ورځ د خارجه وزارت افسرانو ته د وېنا كولو په مهال خارجه وزير ووئيل زما ډله الحمدلله ډېره ښه ده او زه هيله لرم چې دا ډله به د پاكستان د رغونې او پرمختګ كښې ځانګړې كردار تر سره كړي خو وخت بدل شوې٬تقاضې بدلې شوي٬سوشل مېډيا متحرك ده۔ده ووئيل په خارجه محاذ يو شمېر چېلنجونو سره مخ يو ٬مونږ له د دې مقابلې كولو لپاره په بشپړه تيارۍ كول دي٬ماته معلومه ده چې د خارجه وزارت افسران د زړه د اخلاصه كار كوي٬دلته د شپې تر ناوخته كار كېږي٬دا هغه وزارت دے چرته چې د اوونيزې رخصتۍ كوم رواج نشته٬زما نزدې د ګرېډ نه كاركردګي اهميت لري او ما تل كاركردګۍ ته اهميت وركړی او وركوم به۔ده ووئيل 12 مشنز په ابتدائي توګه مونږ سليكټ كري چرته چې مونږ فارن آفس وېډيو سروس پیل كوو دغسې چې رابطې لا ښې او فعاله شي٬زما په نزد د كار نه كوونكو هېڅ ځاې نشته۔شاه محمود قرېشي ووئيل اكنامك ډپلوميسي زمونږ مهم ضرورت دے٬مونږ له به د معاشي خود انحصارۍ لپاره اكنامك ډپلوميسي كارول وي٬مونږ له به تربيه ترلاسه كوونكو افسرانو ته ښودنكو كورسونو ته كتل وي او هغه به هم د ښو تقاضو څخه هم آهنګ كول وي ۔ ده ووئېل زمونږ هغه افسران چا چې د ښې كاركردګۍ څرګندونه كړی د هغوي به ډاډګيرنه كولې شي۔د كشمير په اړه خارجه وزير ووئيل د كشمير مسئله په نړيواله كچه رامخې ته كولو لپاره خارجه وزارت د ښې كاركردګۍ څرګندونه كړې په كومه چې زه تاسو ټولو له مباركي دركوم ۔ ده ووئېل كشمير سيل جوړول زمونږ مهم ضرورت ؤ ٬ نن د هغې څلورمه غونډه په خارجه وزارت كښې كېږي۔ده ووئيل زه د نادرا څخه يو خاص ايپليكېشن جوړوم د كومې د لارې به چې د خارجه وزارت ټول افسران زما سره منسلك شي او زه هيله لرم چې افسران به د رينك او ګرېډ څخه علاوه ما له تجويز راكړي چې څنګه مونږ دا سروس د نتيجې وړ جوړولې شو۔خارجه وزير ووئيل زه وئېل غواړم چې زمونږ په دور كښې به پوسټنګ د كاركردګۍ په بنياد كېږي۔)ګ ل

مضمون کا ماخذ : میگا فارچیون
متعلقہ مضامین
مزید خبریں