دوهم وزير شهریار آفریدی افغانانو طالبعلمانو له د ښونځۍ پرانسته وكړه

image

اسلام آباد ۔ 16 اکتوبر (اے پی پی) د سېفران او د نشائي توكو مخنيوي دوهم وزير شهریار آفریدی د اسلام آباد افغان سيمه كښې افغانانو طالبعلمانو له د ښونځۍ پرانسته كړې ده ۔ د شورؤ په ورځ د ښونځۍ پرانستې څخه وروستو دوهم وزير ميډيا سره خبرو كښې ووئيل نړۍ كښې پاكستان يوازنې هېواد دے كوم چې د تېرو 40 كلونو نه افغان كډوالو له پناه وركړې ۔ ده ووئيل افغانان زمونږ ورونړه دي او زمونږ مذهب اسلام هم د ورورولۍ او انسانيت درس وركوي۔ وزیراعظم عمران خان د افغان قام ډېر عزت او احترام كوي۔ نړۍ له به هم اوس دا احساس كول وي او دا د ټولې نړۍ ذمه واري ده چې نړۍ كښې چرته چې هم كډوال وي د هغوي مرسته وكړي او د دوئي خپل هېواد ته بېرته تللو له ګامونه پورته كړي۔

مضمون کا ماخذ : غالب افریقہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں