د دفاع وزير پروېز خټك د پاكستان اېم كيو اېم كنوينئر وفاقي وزير ډاكټر خالد مقبول صديقي سره مېډيا سره خبرې

image

اسلام آباد 24 اکتوبر (اے پی پی)د دفاع وزير پروېز خټك په مشرۍ كښې حكومتي پلاوي د زيارت په ورځ د پاكستان اېم كيو اېم كنوينئر وفاقي وزير ډاكټر خالد مقبول صديقي سره ملاقات كړی۔په پلاوي كښې د پاكستان تحريك انصاف لارښود اسد عمر او د اېم كيو اېم لخوا سناتور بېرسټر محمد علي سېف په دې موقع موجود وو۔د ملاقات نه وروستو د دفاع وزير پروېز خټك د ډاكټر خالد مقبول صديقي سره مېډيا ته ووئېل په قانوني توګه د احتجاج اجازه وركړې شوې٬كه اپوزېشن د عدالتي پريكړې خلاف ورزي وكړه نو حكومت به خپلې زمه وارۍ تر سره كوي ٬د مذاكراتو په لار كښې ولاړ خنډان لرې كړی شوي٬انشاﺀالله مسئله به حل شي۔ده ووئيل د وزيراعظم په استعفٰی خبره نه شي كېدې۔ده ووئيل د پي ټي آئي پرلت د ټاكنو په معامله وه۔خالد مقبول صديقي د يوې پوښتنې په ځواب ووئيل مونږ حكومت ته هم دغه وئېلي وو چې څوك دې هم د خپل جمهوري حق څخه محروم نه كړې شي٬د آئين له مخې ټولو ته د احتجاج حق ترلاسه دې خو بايد عام وګړې اونه ځپلې شي۔ده ووئيل دا وخت پاكستان د دې خبرې ته حاجت لري چې ټولې چارې د خبرو اترو د لارې حل كړې شي۔اسد عمر د يوې پوښتنې پھ ځواب ووئيل د اسلام آباد څخه د قامي اسمبلۍ درې واړه چوكۍ د تحريك انصاف سره دي ٬ دې سره واضحه شوې چې د اسلام آباد اولس د چا سره ولاړ دے۔ده ووئيل د احتجاج كوونكو كوربتوب په هغه صورت كېدې شي كله چې هغوي د عدالتي پريكړې خلاف ورزي نه كوي۔ده ووئيل پي ټي آئي عمر له د عدالتي پريكړو احترام كړې۔مونږ تېر وخت كښې هم د عدالتي پريكړو خلاف ورزي نه ده كړې

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز آن لائن ٹکٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں