وزيراعظم عمران خان نارووال كښې د اولسي خېرښګړې او پرمختيائي منصوبو بشپړولو باور وركړو۔ د وزيراعظم د تحريك انصاف نارووال ځائي مشرانو سره ملاقات كښې خبرې

image
APP43-18 ISLAMABAD: November 18 - PTI leaders from District Narowal called on Prime Minister Imran Khan. APP

اسلام آباد 18 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان په نارووال كښې د اولسي خېرښګړې او پرمختيائي منصوبو زر تر زره د بشپړولو باور وركولو سره وئيلي دي په دې لړ كښې به زر وفاقي حكومت سپارښتنه وكړي۔ وزيراعظم عمران خان دا خبرې د ګل په ورځ د نارووال د پاكستان تحريك انصاف ځائي مشرانو سره ملاقات كښې كړې۔ په دې موقع د وزيراعظم خاص مرستيال نديم افضل چن هم موجود ٶ۔ په ملاقات كوٶنكو كښې ابرارالحق، چوهدري طارق انيس او کرنل (ر) جاوېد کاهلو شامل وو۔ دوي وزيراعظم عمران خان ته د كرتار پور لارې په پرانستلو مباركي وركولو سره د تحصيل شكر ګړھ د دورې بلنه وركړه۔ وزيراعظم په نارووال كښې د اولسي خېرښګړې او پرمختيائي منصوبو زر تر زره د بشپړولو باور وركولو سره ووئيل په دې لړ كښې به وفاقي حكومت ډېر زر هدايات جاري كړي

مضمون کا ماخذ : غالب افریقہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں