هڅه كوو چې د چيف الېكشن كمشنر او د دې غړو د ټاكنو پشمول د قانون سازې په اړه پرېكړې د مخالفې ډلې په مشوره وكړې شي. د دفاع وزير پروېز خټك

image

پېښور 15 دسمبر(اے پي پي) د دفاع وزير پروېز خټك وئيلي دي چې هڅه كوو چې د چيف الېكشن كمشنر او د دې غړو د ټاكنو پشمول د قانون سازې په اړه پرېكړې د مخالفې ډلې په مشوره وكړې شي، د ټاكنو كميسون په اړه د حكومت او مخالفې ډلې درې ځله ملاقات شوے، نن به بيا ملاقات كېږي. په نوښار كښې په ګوند كښې د خلقو د ګډون كولو دستورو په مهال د دفاع وزير ووئيل چې مولانا فضل الرحمان خپل منطق لري، داسې نه شي كېدے چې څوك حكومت په خپله مرضې له مېنځه لرې كړي. دا ناممكنه خبره ده او ډېر زر به دوي ته معلومه شي. ده ووئيل چې د مخالفې ډلې څومره غړي د دوي ملګرتيا پرېږدي. د دفاع وزير ووئيل چې د كشمير په اړه زمونږ حكومت د ملګرو ملتونو او د نړۍ د بېلا بېلو ادارو پشمول د نړۍ په پر فورم كشميريانو لپاره غږ پورته كوي. ده ووئيل چې كشمير كاز ته تر ټولو زيات زيان مولانا فضل الرحمان رسولې دے.

مضمون کا ماخذ : لاٹری ایپ ڈاؤن لوڈ کریں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں