اسلام آباد 20 جون (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي چې (نن) د اتوار ورځ څخه پاکستان نړيوال پروازونو لپاره خپل فضائی حدود په جزوی توګه پرانيزي۔د خالي په ورځ خپل يو ټويټ كښې وزیراعظم عمران خان ووئيل دا پريكړه په خاص توګه د سمندر پورې پاكستانيانو مرستې لپاره شوې كوم چې د دې وباﺀ په مهال ځپلې شوې دي او هغوي د لوئ مړانې څرګندونه كړې په هغې مونږ وياړ لرو۔ وزیراعظم بهر هيوادونو كښې ميشته پاکستانیانو ته هيواد په راستنيدو هركلې ووئيلو۔ ده ووئيل حكومت به د هغوي هر ممكن مرسته كوي او هغوي له به آسانۍ وركوي۔ وزیراعظم ووئيل کووډ ۔ 19 په مهال بهر هيوادونو كښې د ميشته پاكستانيانو د خپل هيواد وګړو سره مرستې كولو په اړه كردار ستائيو۔ ده ووئيل داسې ډيرې پيښې رامخې ته شوي د كومو په مهال چې پاکستانی کمیونټۍ خپل هيواد وګړو مرسته كړې او نورو لپاره يو مثال ګرځيدلې