اسلام آباد ۔ 28 جولائی (اے پی پی) د هوابازۍ وفاقي وزير غلام سرور خان وئيلي دي مونږ د ائير بليو پېښه كښې د شهيد شويو پسماندګانو په غم كښې شريك يؤ۔ د مئي په 22مه نېټه كراچۍ كښې د رامخې ته شوې پېښې انكوائري د وزيراعظم په هدايت په لږ وخت كښې بشپړه او پبلك كړې شوه۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده اېچ الېون اسلام آباد قبرستان كښې د ائير بليو پېښه كښې د حق رسېدليو مسافرو قبرونو ته حاضرېدو نه وروستو ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ غلام سرور خان ووئيل نن د جولائي 28 مه نېټه ده۔ د ائير بليو پېښه كښې د شهيد شويو نن لسم تلين دے۔ ماته نن هم هغه ورځ ياده ده كله چې زه بليو اېريا كښې ووم۔ ما يوه الوتكه مارګله غرونو پلو ښكته پرواز سره تلونكې وليدله كومه چې مارګله غر سره د ټكر كېدو له امله نسكوره شوه۔ ده ووئيل دا ډول پېښه د مئي مياشت په 22 مه نېټه هم رامخې ته شوه۔ ما انكوائري يوه مياشت كښې د بشپړ كولو امر وكړو او د وزيراعظم په هدايت دا پبلك كړې شوه۔ د انكوائرۍ په اړه مونږ ووئيل دا بايد آزاده او سپېځلې وي دغسې چی پسماندګان او ټول قام اصل حقائقو نه خبر شي۔ ده ووئيل زمونږ د وزارت دروازې ټول عمري ټولو له پرانستې دي۔