پاکستان كښې د جاپان سفير بلوچستان كښې د ترهګرۍ پېښه كښې په قېمتي ځاني زيان د افسوس څرګندونه وكړه

image

اسلام آباد 28 جولائي (اے پي پي) پاکستان كښې د جاپان سفير ميټسوډا کنينوري بلوچستان كښې په دوو بېلو ترهګرۍ پېښو كښې په قېمتي ځاني زيان د افسوس څرګندونه كولو سره ځپليو كورنيو سره د غمرازۍ څرګندونه كړې۔ ده ووئيل سبب يا مقصد چې هر څه هم وي د ترهګرۍ هر ډول كاروائۍ لپاره كوم جواز نه جوړېږې۔ د نهې په ورځ د سفارت لخوا د جاري بيان له مخې سفير د شهيدانو كورنيو سره غمرازي كولو سره د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره لاس نيوه وكړه۔ امن او استحكام لپاره د پاكستان ځواكونو قربانيو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره سفير باور وركړو چې جاپان به نړيوالې ورورولۍ سره په ګډه د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان او د دوي د مېړنو امنيتي ځواكونو ملاتړ دوامداره ساتي۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے سستے ٹکٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں