د طورخم په پوله اولس او ټرانسپورټرانو ته د ورمخئ ته شوو ستونزو لرې كولو لپاره د وړاندې كړو سفارشاتو جاج واخستلے شو

image

اسلام آباد 29 جولائي (اے پي پي) سېفران لپاره د سېنېټ د قائمه كمېټۍ غونډه د چيئرمېن سېنېټر تاج محمد آفريدي په مشرۍ كښې وشوه۔ په غونډه كښې په يو نكاتي اېجنډا د طورخم په پوله اولس او ټرانسپورټرانو ته د ورمخئ ته شوو ستونزو حل لپاره د وړاندې كړو سفارشاتو جاج واخستلے شو٬ چيئرمېن او غړو ووئيل نن د كمېټۍ درېمه غونډه كېږي چې پكښې په دې مهمه مسئله خبرې كېږي او د ادارو لخوا د تسلۍ وړ ځواب نه راځي ۔ تاج محمد افريدي ووئيل دا د پارلمان كمېټي ده او د كمېټۍ مقصد اولس ته ريليف وركول دي۔ ده د ادارو لخوا په اختيار كړې رويه د عدم اطمينان څرګندونه كولو سره ووئيل كمېټۍ يو څو سفارشات اړوندو ادارو ته لېږلي وو چې خاطر خواه پېشرفت پرې نه دے شوے او مسئلې هم ھغسې پرته دي۔د بحث نه پس كمېټۍ پرېكړه وكړه چې په راتلونكې غونډه كښې دې د صوبائي چيف سېكرټري، هوم سېکرټري ،د اېف بي آر چارواكي، د اېن اېل سي ډي جي، داخله او خارجه سېكرټريز راوبللے شي دغسې چې د طورخم په پوله رامخې ته مسئلې حل كړے شي۔ د كمېټۍ په غونډه كښې سېنېټرز اورنګزېب خان، هلال الرحمان، هدايت اﷲ، رانا محمود الحسن، مرزا محمد آپريدي نه علاوه د اړوند ادارو چارواكو ګډون كولو۔

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کے نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں