د هېواد معيشت ښه كولو لپاره به ځوانان اسټيك هولډر جوړول وي٬جوان پروګرام د كورونا وائرس وبا له امله د هېواد په معيشت منفي اثرات خاتمې لپاره ډېر ضروري دے

image

اسلام آباد ۔ 19 اګست (اے پی پی)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي د هېواد معيشت ښه كولو لپاره به ځوانان اسټيك هولډر جوړول وي٬جوان پروګرام د كورونا وائرس وبا له امله د هېواد په معيشت منفي اثرات خاتمې لپاره ډېر ضروري دے٬د پيسو وېشلو عمل دې لا ګړندے او په سپيځلې ډول بشپړ كړے شي٬ځوان كل له به هر ډول آسانۍ وركولې شي۔د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ له مخې د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم د خاص مرستيال عثمان ډار او د خزانې صلاحكار عبدالحفيظ شېخ سره په خبرو كښې كړې چا چې د هغه سره د شورو په ورځ ملاقات كولو۔په ملاقات كښې وزيراعظم عمران خان ته د كامياب جوان پروګرام په تازه شمېرو بريفنګ وركړے شو او د پروګرام له مخې په ځوانانو كښې د پېسو وېشلو د عمل په تندوالي هم مشاورت وشو۔په څو ورځو كښې د 30 زره څخه زياتو ځوانانو د روپو ترلاسه كولو درخواستونه وركړي۔بريفنګ كښې وزيراعظم ته ووئيل شول د ځوانانو آسانيو لپاره به 21 بېنكونه د روپو ويشلو عمل بشپړ كړي۔تراوسه 1 ارب روپۍ ځوانانو له وركړے شوي او د نورو 53 اربه روپو درخواستونه ترلاسه شوي۔په دې موقع وزيراعظم عمران خان ووئيل د روپو وېشلو عمل لا ګړندے او په سپيځلې ډول بشپړ كړئ ۔د كورونا د هېواد په معيشت منفي اثرات خاتمې لپاره دا پروګرام ډېر ضروري دے۔ده ووئيل د هېواد معيشت ښه كولو لپاره به ځوانان اسټيك هولډر جوړول وي٬ځوانانو ته به هر هغه آسانۍ وركوو كومو سره چې دوي د روزګار موقعې ترلاسه كړي۔د پروګرام په مهال د روپو د تقسيم په عمل دې مكمل نظر وساتلے شي۔وزيراعظم ووئيل بايد په سپيځلتيا او مېرټ په يوه كچه هم سمجهوته ونه شي۔د كامياب جوان پروګرام په خپله مانيټرنګ كوم۔وزيراعظم د پروګرام په اړه د مياشتنيز بريفنګ اخستلو پريكړه كولو سره خاص مرستيال عثمان ډار ته هره مياشت پس د جائزه رپورټ وړاندې كولو هدايت وكړو۔دغسې وزيراعظم تراوسه د پروګرام په پرمختګ د اطمينان څرګندونه وكړه

مضمون کا ماخذ : números quina hoje
متعلقہ مضامین
مزید خبریں