سینیټ كښې د حكومتي ډلې مشر ډاكټر شهزاد وسیم میډیا سره خبرې

image

اسلام آباد 21 اګست (اے پی پی) سینیټ كښې د حكومتي ډلې مشر ډاكټر شهزاد وسیم وئيلي دي د كورونا وائرس په وبا قابو موندل، كرنټ اكاوَنټ خساره كښې كمے، د زرمبادله پانګو زياتوالے د حكومت د كامیابو پالیسو عكاسي كوي ، نړيوالې ورورولۍ هم په وبا قابو موندلو له اقدامات ستائلې دي۔ سینیټ سیكرټریټ له مخې میډیا سره غیر رسمی خبرو كښې ده ووئيل نړيوالو مالیاتی ادارو اقتصادی او معاشی تګلاره ستائلې او دا مهال ټولې اقتصادی اشاری مثبت دي۔ ده ووئيل حكومت د چا څخه نه بليك ميل كيږي ا و خپل كړي لوظونه به پوره كوي۔ ده ووئيل د صحت څانګې لغا ښه كولو له ګنجائش شته ۔ سېنېټر ډاكټر شهزاد وسیم ووئيل د پارلمان شريكې غونډې ته د صدر خطاب مهم ؤ۔ سینیټ كښې د حكومتي ډلې مشر ووئيل د هند وزیراعظم مودی پالیسیو هند ته زيان رسولے او دې سره د هغه پاليسۍ په ډاګه شوي دغسې هند سيمه كښې د يواځې والي ښكار دے۔ ده ووئيل د مودی حكومت مقبوضه كشمیر كښې بشري حقونو ته د زيان رسولو هڅې كوي او دا د نړيوال قوانين په ضد كار دے۔

مضمون کا ماخذ : لوٹیریا وفاقی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں