وزيراعظم عمران خان نه خو كله مايوسه شوے او نه ئې قام مايوسۍ ته وركړې او دا د لوئے لارښود نښه وي۔ همايون اختر

image

لاهور۔22 اګست (اے پی پی) د پاكستان تحريك انصاف مشر مركزي لارښود او پخواني وفاقي وزير همايون اختر وئيلي دي حقيقت دا دے چې د عمران خان د وزیر اعظمۍ په منصب پاتے كېدل د هېواد او قام لپاره نه بلكې كرپشن كوؤنكو او د اپوزيشن باقي پاتې سياست له د ستونزو سبب ګرځي۔ اپوزیشن د حكومت په ضد د محاذ پرانستلو كومه ايجنډا او جواز نه لري له دې كبله د آل پارټيز كنفرنس په معامله ”پهلے آپ پهلے آپ ” فارموله خپلولو سره فېس سېونګ كوي۔ د کورونا وائرس وباء ختمېدو نه وروستو معيشت يو وارې بيا مخ په وړاندې روان شوے دے۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د ” پاکستان کی سیاست کے حقائق” په سرخط يوې دستورې ته خطاب او د منځني پنجاب لارښودو پلاوي سره خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل كه حالات هر ډول پاتې شوي دي وزيراعظم عمران خان نه خو كله مايوسه شوے دے او نه ئې قام مايوسۍ ته وركړے دے او دا د لوئے لارښود نښه وي۔ ده ووئيل تحريك انصاف اولس نه ووټ د احتساب په بيانيه ترلاسه كړې او حكومت خپل ګامونو سره دا ثابت كړې چې هغه په هر قيمت احتساب ته تيار دے او د احتساب لاره كښې به كوم خنډ زغملې نه شي

مضمون کا ماخذ : بڑا برا بھیڑیا۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں