حكومت به نه چاته اېن آر او وركړي او نه به ئې څوك بلېك مېل كړي د وزيراعظم د احتساب صلاحكار شهزاد اكبر ٬ شهباز ګل او فياض الحسن چوهان خبري كنفرنس ته خطاب

image

لاهور۔22 اګست (اے پی پی) د وزيراعظم د احتساب صلاحكار شهزاد اكبر وئيلي دي حكومت به نه چاته اېن آر او وركړي او نه به ئې څوك بلېك مېل كړي۔ اپوزيشن د مني لانډرنګ په معاله اولس بې لارې كوي۔ به مني لانډرنګ كوم نوے عدالت جوړولې نه شي۔ د مني لانډرنګ قانونونو ترميمي بل حكومت وړاندې كوؤنكے دے په كوم چې اپوزيشن مرسته نه كوي۔ نواز شریف ټول عمري نااهل دے۔ د مريم نواز نېب ته د وړاندې كېدو په موقعه ليګي كارمندانو خپلو ګاډو كښې كانړي راوړل كوم چې ميډيا وښودل۔ اسحاق ډار’ علی عمران’ او د سلمان شهباز په شمول ټول به ډېر زر پاكستان ته راشي۔ كله هم چې ادارو وغوښتلو جهانګير ترين به هم پاكستان كښې وي۔ د پنجاب اعلی وزير مجرم دے او نه تورن ، نېب چې كله هم هغه غواړي هغه به وړاندے شي۔ نواز شريف د لندن په سړكونو او دده لور په ټوئټر متحرك ده۔ د نواز شریف هېواد ته بېرته راتلو لپاره برطانوي حكومت ته خط ليكلې شوې دې۔ ده د خالي په ورځ ایوان وزیر اعلیٰ 90′ شاهراہ قائد اعظم كښې خبري كنفرنس ته خطاب كولو۔ خاص مرستيال شهباز ګل او صوبائي وزير فياض الحسن چوهان هم ده سره وو۔ شهزاد اکبر ووئيل په 29 اكتوبر 2019 د نواز شريف په مېډيكل بنياد ضمانت وشو دغسې چې هغه لندن كښې درملنې كولو نه پس 8 اونيو كښې هېواد ته بېرته راشي۔ په 16 نومبر 2019ء لاهور هائیکورټ كښې شهباز شريف باور وركړو چې نواز شريف به درملنو نه وروستو هېواد ته راشي او 4 اونۍ وروستو به دده د درملنو تفصيل عدالت او حكومت سره جمع كړے شي۔ په 23 دسمبر 2019ء چې كله د پنجاب حكومت ته ضمانت كښې د پراختيا كولو خواست وكړې شو نو په دې ميډيكل بورډ جوړ كړے شو۔ میډیکل بورډ پنجاب حكومت ته ووئيل چې د نيمګړے معلومات په بنياد دې ضمانت پراخا نه كړې شي۔ په 27 فروری 2020ء د پنجاب حکومت لخوا ضمانت كښې د پراختيا كولو خواست مسترد كړے شو۔ په 2 مارچ 2020ء برطانوی حکومت ته د نواز شريف د بېرته حواله كولو يو خط هم وليكلې شو۔ ده ووئيل كله چې تحريك انصاف اقتدار ترلاسه كړو نو فنانشل اېکشن ټاسک فورس (FATF) پاکستان ګرے لسټ كښې ساتلے وو كوم چې بلېك لسټ پلو روان وو كه داسې شوې وه نو پاكستان به په مالياتي توګھ ټولې نړۍ نه جلا شوے وو۔ زمونږ حكومت ذمه وارۍ سره ددې د ښه والي هڅه وكړه۔ اېف اے ټی اېف ووئيل پاكستان د مني لانډرنګ مخنيوي ښه نظام نشته له دې كبله دا كارروائي شوې ده۔ ده ووئيل حكومت نه خو به بلېك مېل كړې شي او نه به چا ته اېن آر او وركړے شي۔ دا قانون به په هر صورت پاس كېږي۔ اګركه اپوزيشن دے كښې شامل نه وي۔ خصوصي مرستيال شهباز ګل ووئيل د نواز شریف میډیکل ټېسټونو كښې جعلسازي كولو سره بهر تلې۔ ده EDTA كښې په بنيادي توګه د سېمپل وركولو په مهال فراډ وكړو او پلېټ لېټس كم ښكاره كولو سره ئې د خلقو خواخوږۍ ترلاسه كړې۔ جدې ته د تلو په وخت ئې د جدې اولس او لندن ته د تلو په وخت ئې ډاكټرانو سره فراډ وكړو۔ صوبائي وزير فياض الحسن چوهان ووئيل نواز شريف پخپله خولندن ته وتښتېدو او اپوزيشن لارښودو ته مشورې وركوي چې نېب ته مه وړاندې كېږۍ او زندانونه ډك كړۍ تحريك وچلوۍ۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې شهزاد اكبر ووئيل د برطانيې پاكستان سره د مجرمانو حواله كولو قانون موجود دے۔ بياهم كه كوم مجرم دوائي اخستلو له لاړ شي او بيا نه راځي نو داسې كوم قانون لا جوړ شوے نه دے۔ ده ووئيل اسحاق ډار’ علی عمران’ او د سلمان شهباز په شمول ټول به ډېر زر پاكستان ته راشي۔ كله هم چې ادارو وغوښتلو جهانګير ترين به هم پاكستان كښې وي۔ نواز شريف د لندن په سړكونو او دده لور په ټوئټر متحرك ده۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د پنجاب اعلی وزير مجرم دے او نه تورن ، نېب چې كله هم هغه غواړي هغه به وړاندے شي او اوس هم هغه بشپړه مرسته كوي۔

مضمون کا ماخذ : قدیم مصری کلاسک
متعلقہ مضامین
مزید خبریں