اسلام آباد 25 اګست (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قرېشي سره د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ كښې د طالبانو پلاوي د نهې په ورځ په خارجه وزارت كښې ليدلي دي ۔ د خارجه دفتر وياند له مخې د ملاقات په مهال د افغانستان امن عمل كښې د اوسني پېشرفت٬ د بين الافغان مذاکراتو تابيا پشمول د شريكې خوښې په بېلا بېلو چارو خبرې شوي۔ د افغان طالبانو پلاوي خارجه وزير د طالبانو او امريكې ترمېنځه د شوې لوظنامې عملدرآمد په اره د تازه ترين صورتحال نه خبر كړو۔ خارجه وزير ووئيل پاكستان د وړومبنۍ ورځې څخه هم دا موقف اختيار كړے ٶ چې د افغان مسئلې مستقل حل د افغانانانو په مشرۍ كښې د خبرو اترو د لارې ممكن دے۔ پاکستان د افغان امن عمل كښې خپل د روغې جوړې كردار د شريكې ذمه وارۍ له مخې لوبوي۔ مخدوم شاه محمود قرېشي ووئيل د پاکستان د زړه نه د روغې جوړې هلې ځلې په 29 فرورۍ دوحه كښې د طالبانو او امريكې امن لوظنامې په صورت ګټورې ثابتې شوي۔ ده ووئيل هيله لرو چې افغان قيادت به په افغانستان كښې امن لپاره د دې لوظنامې په صورت د ترلاسه نادرې موقعې څخه بشپړه استعفاده وكړي ۔ده ووئېل پاکستان منطقه كښې امن او استحكام باوري كولو لپاره د افغانانو تر مينځه خبرو اترو زر پېل كېدو ته سترګې په لار دے۔ مخدوم شاه محمود قرېشي ووئيل پاکستان او افغانستان د اوږدې مودې مذهبي، تاريخي او په جغرافيائي اعتبار سره د ورورولۍ ژورې اړيكې لري۔ده ووئيل په افغانستان كښې د مغاشي موقعو وركولو ٬ د افغان كډالو په عزت سره زر ستنېدلو او په افغانستان كښې معاشي استحكام لپاره نړيوالې ورورولۍ له خپلې هلې ځلې كارولو ته اړتيا ده۔ خارجه وزير د افغان طالبانو پلاوې د افغان امن عمل سبوتاژ كولو او د ”سپائيلرز” په اړه د ممكنه خطرو څخه هم خبر كړو او وې وئيل پاکستان به د افغان امن عمل پشمول منطقه كښې د پوخ امن او استحكام باوري كولو لپاره خپلې د روغې جوړې هڅې روانې ساتي۔ د افغان طالبانو پلاوي په افغان امن عمل كښې د پاکستان لخوا د پرله پسې هلو ځلو او د زړه د اخلاصه په معاونت كولو د خارجه وزير مننه وكړه۔