ملتان ۔ 27 اګست )اے پی پی) ملتان كښې د 9 محرم الحرام مركزي دستوره به د خالي په سهار رضاهال ملتان كښې كېږي۔ دې 42 مې كلنې حسینیه کانفرنس كښې ګډون كولو له خارجه وزير شاه محمود قرېشي ملتان ته رسېدلے دے۔ حسینیه كنفرنس به سهار 8 بجې پېل كېږي۔ كنفرنس ته به نوموړي مشائخ او پوهان خطاب كوي۔ په دې مهال به د 9 محرم الحرام مركزي جلوس د خالي په ورځ امام بارګاه ممتاز آباد نه رابهر كېږي كوم به چې د ممتاز آباد بازارانو او ماركيټونو نه تېرېدو نه وروستو ماښام 4 بجې امام بارګاه ته رسېدو سره ختمېږي۔ دې جلوس كښې به د ملتان او سوئيلي پنجاب په شمول د عزادارانو ماتمي ډلې ګډون كوي۔ د جلوس په لارو كښې به په بېلو ځايونو د سبېلونو او نياز اهتمام كولے شي۔ په دې موقعه د ټينګ امنيت انتظامات هم شوې دي۔ د جلوس په موقعه به لوئے شمېر ايليټ فورس ٬ پولس او رضا كاران تعينات كولې شي