د پاك بحريه او د رائل نېوي برتانيې لخوا په شمالي بحيره عرب او خليج عدن كښې د بحري مشق وائټ سټار 2020م پېسېج اېكسرسائز وكړے شو

image

اسلام آباد 28 اګست (اے پي پي) د پاك بحريه او د رائل نېوي برتانيې لخوا په شمالي بحيره عرب او خليج عدن كښې د بحري مشق وائټ سټار 2020م پېسېج اېكسرسائز وكړے شو. په مشق كښې د پاك بحريه پي اېن اېس ذوالفقار جهاز، پي اېن اېس دهشت، د بحريه فكسډ او روټري ايئر كرافټ ، د پاك فضائيه جے اېف 17 فائټر جېټ د رائل نېوي بحري جهاز سره برخه واخسته. د پاك بحريه پي اېن اېس سېف جهاز هم په خليج عدن كښې د مېري ټائم خدماتو ترسره كولو په مهال د رائل نېوي جهاز سره په پېسېج اېكسر سائز كښې برخه واخسته. د نيوي لخوا جاري شوې خبرپاڼې له مخې دوه اړخيزه مشقونه سيمه ايز امن او استحكام لپاره د پاك بحريه لخوا د شويو هڅو توسيع كوي. دې مشقونو سره به د دواړو هېوادونو د بحري ځواكونو ترمېنځه دوه اړخيزه مرسته زياته او اړيكې لا ټينګې شي

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے انعامات
متعلقہ مضامین
مزید خبریں