د وفاقي او سندھ حكومت ترمينځه په ګډه د كار كولو پرېكړه مثبت پېشرفت دے۔ دې سره به د پشكال بارانونو د لاسه رامخې ته شويو د كراچۍ ستونزو هوارولو كښې مرسته ترلاسه شي۔ د صدر مملكت ډاكټر عارف علوي ټويټ

image

اسلام آباد ۔ 29 اګست (اے پی پی) صدر مملکت ډاکټر عارف علوی د كراچۍ مسئلو فوري حل له د وفاق او صوبائي حكومت شريكې مرستې پېشرفت ستائلے دے۔ دخالي په ورځ يو ټويټ كښې صدر ډاکټر عارف علوی د كراچۍ مسئلو حل له د وزيراعظم عمران خان ټويټس په اړه ووئيل د وفاقي او سندھ حكومت ترمينځه په ګډه د كار كولو پرېكړه مثبت پېشرفت دے۔ دې سره به د پشكال بارانونو د لاسه رامخې ته شويو د كراچۍ ستونزو هوارولو كښې مرسته ترلاسه شي بلكې سباؤن كښې به هم د اوبو ويستلو ٬ سېورېج ټريټمنټ ٬سالډ وېسټ مېنجمنټ ٬ د صفا اوبو رسنې او دټرانسپورټ په شمول نورو مسئلو حل كولو او د آسانيو رسنې له په ګډه پرېكړې وكړې شي۔ ده ووئيل مونږ به د كراچۍ او سندھ نورو سيمو اولس يوازې نه پرېږدو۔ دې نه وړاندې وزيراعظم خپل ټويټس كښې اعلان وكړو چې وفاقي حكومت سندھ حكومت سره په ګډه په سمدستي توګه د كراچۍ درې لويې مسئلې حل كولو له ګامونه پورته كوي كومو كښې چې د ګرد ښار د نالو صفائي ٬ د اوبو تېرېدو لاره كښی د خنډ جوړېدونكو تجاوزاتو ختمول ٬ د كوړې او اوبو ويستلو مسئلو حل لټول او د كراچۍ اولس ته د پاكو اوبو رسنې په ډول د مهمې مسئلې حل هم شامل دے

مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں