اسلام آباد 07 ستمبر (اے پی پی) نېشنل کمانډ اینډ آپریشن سنټر (این سی او سی) په ټول هيواد كښې کورونا وبا له امله بند تعلیمی ادارې د مرحله وار پرانستلو پريكړه كړې۔ د ګل په ورځ د وفاقی وزیر اسد عمر په مشرۍ كښې د این سی او سی په غونډه كښې د تعلیمی ادارو پرانستلو او وبائی رنځ شميرې په ډيټا د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ فورم په بيلو پړاؤنو كښې د تعلیمی ادارو پرانستلو عزم وكړو دغسې وړومبي پړاؤ كښې به د 15 ستمبر څخه د نهم كلاس نه تر پوهنتونونو تعليمي ادارې پرانستلې شي، په دويم پړاؤ كښې به مډل درجې او د دې مساوی کلاسز د 23 ستمبر څخه پرانستلې شي، دريم پړاؤ كښې به پرائمری سکولونه د 30 ستمبر څخه پرانستلې شي۔ فورم ته ووئيل شول چې سکولونو پرانستلو په اړه اېس او پیز وړاندې څخه د سكولونو سره شیئر کړې شوي دغسې په هغې عملدرآمد كول به تعلیمی ادارو د انتظامیې ذمه واري وي۔ دې نه علاوه په اېس او پیز عملدرآمد لپاره لارښونې له به خاص اېس ایم اېس الرټس او تفصیلی كمپائن هم چلولې شي۔