د سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه په مشرۍ كښې د كور كمانډرانو كنفرنس

image
APP66-09 RAWALPINDI: September 09 - General Qamar Javed Bajwa, Chief of Army Staff (COAS) chairing 235th Corps Commanders’ Conference at GHQ. APP

پېنډۍ 09 ستمبر (اے پي پي) د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه وئيلي دي بدلېدونكے سيمه ايز او تزويزاتي صورتحال دا تقاضا لري چې وسله وال ځواكونه چې پخپلو جنګي تيارو كښې اضافه وكړي، د پاکستان مخالفو عناصرو د ففته جنرېشن وار او هائبرډ چالونه به ناكامه كول وي۔۔ د آئي اېس پي آر ډائريکټر جنرل مېجر جنرل افتخار بابر له مخې د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه په مشرۍ كښې د كوركمانډرانو 235م كنفرنس د شورو په ورځ د پوځ په مركزي دفتر كښې وشو۔ فورم د سيمه ايز ماحول ارتقاء او اپرېشنل پېشرفت په خاص توګه د لائن آف كنټرول (اېل او سي) په تازه صورتحال، د پاکستان په زره پورې كردار او په افغانستان امن عمل كښې شراکت، لويديزې پولې سره د ازغن تار لګولو پېشرفت او د اپرېشن ردالفساد په اړه خبر كړے شو۔ د كرونا وائرس مخنيوي٬ په قحطې ملخانو د قابو موندلو اقداماتو او په قامي پوليو كمپائن كښې د معاوحت په چارو هم بحث وشو۔ فورم په ټولو څانګو كښې په زړه پوري پېشرفت او ګرد هېواد كښې د امنيت په غوره صورتحال د اطمينان څرګندونه وكړه۔ فورم د هندي پوځ لخوا د جنګ بندۍ لوظنامې خلاف ورزي كول په لائن آف كنټرول سول آبادۍ په نښه كول او د هند په غېر قانوني مقبوضه جمو و كشمير كښې د انساني حقونو سنګينې خلاف ورزي سيمه امن او استحكام لپاره د تشويش وړ ګرځولي۔ د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه ووئيل بدلېدونكے سيمه ايز او تزويزاتي صورتحال دا تقاضا كوي چې وسله وال ځواكونه پخپلو جنګي تيارو كښې اضافه وكړي، د پاکستان مخالفه عناصرو لخوا د ففته جنرېشن وار او د هائبرډ چالونه به ناكامه كول وي۔ جنرال قمر جاويد باجوه د وسله والو ځواكونو په آپرېشنل تيارو، د محرم او سېلاب په مهال سول انتظاميې سره د مرستې ستائنه كولو سره ووئيل د پاك پوځ حوصله ډېره لويه ده

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کے فوائد
متعلقہ مضامین
مزید خبریں