د كورونا وباﺀ په اړه د اپوزيشن تورونه او اندېښنې وخت غلطې ثابت كړې۔ په سختو حالاتو كښې د اعلی كاركردګۍ څرګندونه د وزيراعظم عمران خان حقيقي پېژندګلو ده۔ سېنېټر شبلي فراز

image

اسلام آباد ۔ 27 ستمبر (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئيلي دي چې د كورونا وباﺀ په اړه د اپوزيشن تورونه او اندېښنې وخت غلطې ثابت كړې۔ په سختو حالاتو كښې د اعلی كاركردګۍ څرګندونه د وزيراعظم عمران خان حقيقي پېژندګلو ده۔ د اتوار په ورځ يو ټويټ كښې ده ووئيل چې د كورونا نه تر د عام وګړي صحت ٬ روزګار او د كاروبارۍ بحالۍ د حكومتي پالېسۍ مثبت نتيجې رامخې ته شوي دي۔ ده ووئيل د عمران خان كامياب وژن ګواهي شمېرې وركوي۔ پنجاب كښې د كورونا كېسونو شمېره 98864 او سندھ كښې 135246 ده۔ پنجاب كښې 2229 او سندھ كښې 2477 كسان مړه شوي دي۔ خېبر پختونخوا كښې 37525کېسونه رامخې ته شوي او 1258 كسان مړه شوي دي۔ دغسې اسلام آباد كښې د ځپلې شويو شمېره 16324 او د مړو 181 ته رسېدلې ده۔

مضمون کا ماخذ : خیبر پختونخوا لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں