سندھ ٬ نواب شاه كښې ترافيكي پېښه 3 كسان مړه ٬ 20 ژوبل

image

نواب شاہ۔17جنوری(اے پی پی) د سندھ نواب شاه سيمه كښې په دولت پور بائي پاس د سخت دھند له امله په درځنونو ګاډي يو بل سره ټكر شول چې په نتيجه كښې ئې 3 كسان مړه او 20 نه زيات نور ژوبل شول۔ د نجي ټي وي چېنل له مخې په دولت پور بائي پاس د سخت دهند د لاسه د درځنونو په شمېر ګاډي يو بل سره د ټكر كېدو پیښې په نتيجه كښې3 كسان مړه او 20 نه زيات نور ژوبل شول۔ رېسكيو ډلې د حق رسېدليو كسانو مړي او ژوبل شوي كسان نزدې روغتون ته منتقل كړل۔ د روغتونو ذريعو له مخې ژوبل شويو كښې د درې كسانو حالت د اندېښنې ور ښودلے شي۔ بلخوا پوليس مقدمه درج كولو سره د پېښې په اړه لا پلټنې پېل كړې

مضمون کا ماخذ : راکی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں