آډيټر جنرل دې په اداره كښې خرابې لرې كولو لپاره په يوه مياشت كښې روډ مېپ جوړ كړي.

image
APP53-220121 ISLAMABAD: January 22 – Auditor General of Pakistan, Mr. Javaid Jehangir calls on President Dr Arif Alvi, at Aiwan-e-Sadr. APP

اسلام آباد 22 جنوري (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي د پاكستان آډيټر جنرل ته هدايت كړے چې د آډټ آټومېشن عمل دې په تندې سره ترسره كړے شي چې دغسې په اداره كښې سپېځلتيا باوري كړې شي، آډيټر جنرل دې په اداره كښې خرابې لرې كولو لپاره په يوه مياشت كښې روډ مېپ جوړ كړي. ده دا خبرې د جمعې په ورځ د پاكستان آډيټر جنرل جاوېد جهانګير سره د ملاقات په مهال كړي. د ايوان صدر مېډيا ونګ لخوا جاري بيان له مخې په دې موقع آډيټر جنرل جاوېد جهانګير صدر د اے جي پي دفتر د كاركردګۍ او د انفارمېشن ټېكنالوجې په مرسته د ادارې د كار استعداد ښه كولو لپاره په اقدامات خبر كړو. په دې موقع صدر ډاكټر عارف علوي ووئيل د آډټ آټومېشن عمل دې په تندې سره ترسره كړے شي چې دغسې په اداره كښې سپېځلتيا باوري شي، آډيټر جنرل دې په اداره كښې خرابې لرې كولو لپاره په يوه مياشت كښې روډ مېپ هم جوړ كړي.

مضمون کا ماخذ : پاور بال جیک پاٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں