پېښور ۔24جنوری(اے پی پی) د دفاع وفاقي وزير پروېز خټك وئيلي دي پي ډي اېم كښې شامل ګوندونه په يو بل بدګمانه دي۔ د بلاول بھټو زرداری په شمول د اپوزيشن ځينې لارښود تحريك عدم اعتماد راوړل غواړي او مولانا فضل الرحمن او د مريم نواز په شمول ځينې نور لارښود د لانګ مارچ خبره كوي۔ وزیر اعظم عمران خان د پاكستان د 22 كروړه اولس آخري اميد دے كوم به چې د پاكستان ډوبېدونكې كشتۍ غاړې ته ورسوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د اتوار په ورځ د نظام پور په پيران سيمه كښې د برېښنا رسنې منصوبې او كاهي ګرېډ اسټېشن پرانستې نه وروستو شموليتي غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ په دې موقعه پيران كښې حاجی قیوم د خپلې ټولې كورنۍ سره د پي پي پي نه استعفی وركولو سره تحريك انصاف كښې د شاملېدو اعلان وكړو۔ دغسې میرہ اکوړہ كښې هم ډاكټر عزيز خپلې ټولې كورنۍ او خپلو ملګرو سره په تحريك انصاف كښې شامل شو۔ پروېز خټك ووئيل كه عمران خان د احتساب عمل بند كړي نو بيا به د اپوزيشن دا احتجاجونه نه وي او نه به عدم اعتماد تحريك راوړي۔ دا ټول په حكومت د فشار اچولو چالونه دي ولې حكومت به دوئي نه وېرېږي نه۔ عمران خان به پېسه لوټ كوؤنكي چرې معاف نه كړي۔ هغه ووئيل د وزيراعظم د سېنېټ ټاكنې په اوپن بېلټ د كولو مقصد دا دے چې ضمير خرڅونكي رامخې ته شي۔ هغه ووئيل د سېنېټ ټاكنو كښې دا وارې هم د اپوزيشن ماتې خوړل يقيني دي۔ پرویز خټک ووئيل د پاكستان تحريك انصاف حكومت د وروسته پاتې سيمو پرمختګ غواړي۔ د پاكستان د آزادۍ نه 73 كاله پس لرې پروت كلي پيران ته برېښنا وركړې شوه۔ تر كال 2023 به د نوښار كور كور ته برېښنا وركړؤ۔ هغه په كاهي كښې د ګرېډ اسټېشن پرانسته كولو سره ووئيل دې سره به د نظام پور د 36 كليو د برېښنا وولټېج مسئله به حل شي